د لبنان حزب الله ډلې مشر سید حسن نصرالله د سوریې په جګړه کې د روسیې له ګډونه هرکلی کړی دی.ده ویلي
د لبنان حزب الله ډلې مشر سید حسن نصرالله د سوریې په جګړه کې د روسیې له ګډونه هرکلی کړی دی.ده ویلي:
” مونږ د سوریې په جګړه کې د هرې دلې له مداخلې هرکلی کوو ځکه دا مداخله د هغه ګواښ مخنیوی کوي کوم چې د سوریې دولت او سیمه ور سره مخ ده. ددې مداخلې یو لامل د القاعدې او داعش پر وړاندې د امریکا او ددوی د ملګرو هیوادونو پاتې راتلل ده او روسان اړ شول ترڅو په خپله لاس په کار شي.”
بله خوا امریکا منلې چې ددوی یو شمیر روزل شوي وسله وال د النصرې جبهې ته چې د القاعدې یوه ځانګه ګنل کیږي له خپلو وسلو او پوځي توکیو سره تسلیم شوي دي. د امریکا د پوځ قومندانۍ ویاند ویلي دا پیښه شپږ ورځې وړاندې رامنځ ته شوې او د اندیښنې وړ ده. امریکا عربستان قطر او ترکیه منځلارې وسله والو ته روزنه ورکوي چې تر اوسه یې کومه بریا په برخه نه وه.