ایرانی کارپوه: هند ته په ګاز کې د تخفیف ورکول ناسم دي
ایرانی کارپوه: هند ته په ګاز کې د تخفیف ورکول ناسم دي
هند دېته چمتو دی، چې د ایران د طبیعي ګاز د بیې د ټيټیدا په بدل کې په ایران کې د مواصلاتي پروژو، چې د چابهار بندر د جوړولو پرژوه هم پکې ده، په ودانولو کې تر ۱۵ میلیاردو ډالرو هم زیاته پانګونه وکړي.
کېدای شي، په ایران کې د کاربامیدو د تولید د فابرېکې جوړول هم د هغو پروژو په نوملړ کې راشي، چې د هند په پانګه په ایران کې جوړېدای شي. خو هند د دې ټولو په بدل کې له ایران څخه غواړي، چې د خپل طبیعي ګاز بیه ورته د نورو ګاز پلورونکو تر بیې په سلو کې تقریبا ۵۰ راټيټه کړي.
د هند د مواصلاتو او ترانسپورټ وزیر نیتین جایرام ګادکاري په ایراني پروژو کې د هندۍ پانګې د اچولو د پلانونو په تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې دا هم وویل، چې د ایران د طبیعي ګاز د بیې په تړاو د ګډې ژبې د پیدا کولو خبرې اترې لا په مخه کې دي.
د طبیعي ګاز په ساحه کې د ایران او هند ترمنځ د همکارۍ شونتیاوې څومره دي؟ ایا په پام کې نېول شوې معامله به وشي؟ د انرژۍ په چارو کې یوه ایرانۍ کارپوه، د تهران پوهنتون استاده، او د ایران-اسیا د څېړنیز مرکز مرستیال رییسه ماندانا تیشه یار دغو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په ترڅ کې داسې وایي