په کندز کې کوڅه په کوڅه او کور په کور جګړه روانه ده
په کندز کې کوڅه په کوڅه او کور په کور جګړه روانه ده
ویل کېږي، چې د چټک غبرګون ځواکونه، د کندوز ښار مېشت ځواکونه او تازه دمي ځواکونه ښار ته ننوتي دي، کوڅه په کوڅه او کور په کور جګړه روانه ده.
افغان امنیتي ځواکونو نن سهار له ۵ خواوو څخه د کندوز ښار پر مرکز یرغلیز برید کړی دی.
دغو امنیتي ځواکونو بېرته له طالبانو نه د کندوز امنیې قومندانۍ او د ښارو روغتون نیولی دی.
ویل کېږي، چې د چټک غبرګون ځواکونه، د کندوز ښار مېشت ځواکونه او تازه دمي ځواکونه ښار ته ننوتي دي، کوڅه په کوڅه او کور په کور جګړه روانه ده.
د کندوز ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند سرور حسیني سلام وطندار ته وویل، چې طالبان د کندوز ښار په مرکز کې د امنیتي ځواکونو له لوري کلا بند شوي دي.
نوموړي وویل، د کندوز ښار به ژر تصفیه شي.
د سه شنبې د سهار ۴:۰۰ بجې:
طالبانو د تخار ولایت د ینګې کلا ولسوالۍ پر څلورو خواوو حمله کړې ده. د کندوز ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند خلیل اسیر وايي، چې طالبان د کندوز ښار دروازو ته نېږدې شوې دي، خو د مرستې له پاره سیمې ته نور ځواکونه ور رسېږي.خو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې ده، چې د تخار ولایت د ینګې کلا ولسوالي يې نیولې ده.
له بلې خوا له تېرې ورځې راهیسې د تخار ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې جګړه روانه ده. د تخار ولایت د پولیسو ویاند وايي، چې ملي ځواکونو له وسله والو سره ښه مقاومت کړی دی.
دکندوز د ولایتي شورا معاون امرالدين ولي زیاتوي، چې په دې ولایت کې د یوناما دفتر، د قومي مشرانو او دولتي چارواکو کورونه وسله والو سیزلي دي، او دمرستې له پاره هیڅ دولتي ځواکونه نه ترسترګو کيږي.
له کندوز څخه تازه رارسېدلي راپورونه وايي، چې دغه ولایت سقوط کړی او اوسمهال د طالبانو په ولکه کې دی.
کندوز د امنيې قومندانۍ ویاند سېد سرور حسیني وايي، چې وسله والو طالبانو د کندوز پر امنيې قومندانۍ بريد کړی او تر اوسه يې د دغه ولایت ریاست تر خپلې ولکې لاندې راوستي.
په همدې حال کې د تخار ولایت د والي ویاند سنت تېمورسلام وطندار ته وویل، چې وسله والو طالبانو له کندوز وروسته ددې ولایت په اشکمش ولسوالۍ هم برید پېل کړی دی.
د کندوز د ولايتي شورا مرستیال امرالدین ولي وايي، چې د کندوز امنيتي ځواکونه تر اوسه له مرکز څخه د جنګ امر نه دی تر لاسه کړی او په همدې وجه د طالبانو پر ضد نه شي درېدلی.
په ټولنیزو رسنيو کې ځينې داسې ویډيو ګان هم خپرې شوې، چې د کندوز په ښار کې وسله وال طالبان ډلې ډلې ګرځي.