له داعش سره به جگړه اوږدمهاله وي
له داعش سره به جگړه اوږدمهاله وي
د امريکا ولسمشر په نيويارک کي له داعش سره دمبارزي په موخه د په ناسته کي ويلي: د داعش ډلې لمن د پراخيدو په حال کي ده او په نارامو سيمو کي يي پراخ فعاليت پيل کړی دی
په د ناسته کي د امريکا ولسمشر ويلي: امریکا به په ټول اقتصادي، پوځي او استخباراتي امکاناتو سره د داعش پر وړانډې مبارزه وکړي. خو ددې جګړې ګتل او د داعش له منځه وړل ډیر وخت ته اړتیا لري. د امریکا ولسمشر ویلي، د داعش ماته د سوریې اوسني دولت له نسکوریدو او د یوه پراخ حکومت له رامنځ ته کیدو سره تړلې ده. ده ویلي له داعش سره جګړه له یوې ډلې سره د جګړې په مانا نه ده بلکې له یوې ایدیولژۍ سره اوږده جګړه ده. اوباما زیاته کړه: د داعش ډلې لمن مخ په پراخیدو ده، د سوریې او عراق په هغه سیمو کې یې جرړې ځغلولې کوم چې د حکومت له واکمنیه بهر دي.
باراک اوباما ویلي: ” ما تل ویلي چې له داعش سره زمونږ جکړه به اوږده وي داعش په هغه سیمو کې چې له تشې اندیښمنې دي خپلې جرړې ځغلولې دي او دا ډله د ورځې په تیریدو سره ځواکمنیږي.”