د چین راپورته کیدل، د امریکا اندېښنه

د چین ولسمشر شي جین پینګ د امریکا متحدو ایالتونوته د دولتي سفر په وخت د اوباما کورنۍ سره د ماښام ډوډۍ وخوړه (د AFP تصویر)

“د امریکا متحده ایالتونه د داسې یو چین د راپورته کېدو هرکلی کوي چې سوله ییز، باثباته، مرفه او په نړیوالو چارو کې یوبا مسؤولیته لوبغاړي وي. “

ولسمشر اوباما دا خبره د جمعې په ورځ هغه مهال وکړه چې په سپینې ماڼۍ کې د ولسمشر شي جین پینګ ترڅنګ ولاړ و.

له دې خبرې څخه کوم خبرجوړ نه شو. خو، هرکله چې ښاغلی اوباما له چیني مشر سره ګوري همدا خبره تکراروي.

د چين د راپورته کېدو په وړاندې د امریکا مشروط هرکلی د نړۍ د ترټولو مهمو دوه اړخیزو اړیکو یو مهم اصل دی.

په تېرو څلویښتو کلونو کې د اتو ولسمشرانو د حکومتونو په وخت کې همدغه اصل د چین په اړه د امریکا د متحدو ایالتونو د تګلارې لارښوونکی و.

په تاریخ کې پخوا هېڅکله یو سترځواک په ډېرو بېلابېلو ډګرونو کې دومره ګړندی پرمختګ نه دی کړی، لکه اوس چې يې موږ په چین کې وینو. په درې لنډو لسیزو کې، یو وروسته پاتې کروندګر ملت د نړۍ د صنعتي محصولاتو ترټولو ستر تولیدونکي او ترټولوسترسوداګر باندې بدل شو.

کېدای شي د ولسمشر شي جین پینګ د حکومت په موده کې چین له امریکا نه مخکې شي او د نړۍ ترټولو ستر اقتصاد باندې بدل شي.

یوازې د امریکا متحدو ایالتونو سره د چین تجارت په ۱۹۷۹کې چې ددوی اړیکي جوړ شول له ۲ میلیاردو ډالرو څخه تېر کال نژدې ۶۰۰ ملیاردو ډالرو ته لوړ شو.

د دوی اړیکې پراخ او ژور دي، همکاري يې ترمنځ ډېره ده خو یو له بله سره ډېره سیالي هم کوي. دواړه ولسمشران ښه پوهیږي چې که د همکاري ځای سیالي ونیسي څومره خطرونه به ولري.

ولسمشر شي جین پینګ د امریکا د سییټل په ښار کې په خپلې وینا کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکې سیالۍ د خطر په اړه وویل: “په نړۍ کې د توسیدیدیس د دام په نامه کوم څه نشته. خو که ستر هېوادونه د ستراتیژیکې ناسمې محاسبې غلطي تکرار کړي، کېدای شي د ځان لپاره دغسې یو دام رامنځته کړي. “

د توسیدیدیس دام؟ توسیدیدیس یو لرغونی یونانی تاریخ پوه، فیلسوف او پوځي جنرال و چې ۲۰۰۰ کاله وړاندې يې په یونان کې ژوند کوه. دغه تاریخ پوه د عیسی له زیږیدو نه پنځه پېړۍ مخکې د آتن اوسیدونکو او سپارتا خلکوترمنځ د جګړې کیسه کړې. توسیدیدیس ویلي پداسې حال کې چې د آتن واکمنۍ ورځ په ورځ پیاوړې کېده، د سپارتا خلک اندېښمن شول چې کېدای شي آتن ډېر پیاوړی شي او د سپارتا واکمنۍ له منځه یوسي، نوځکه يې له وړاندې پر آتن برید وکړ.

دغه دام چې د یوناني فیلسوف په نامه یادیږي هغه وخت رامنځته کیږي چې یو کړندی راپورته کیدونکی او پیاوړی کیدونکی ځواک لکه چین د یوموجود ځواک لکه د امریکا متحدو ایالتونو په وړاندې د واک په انډول کې بدلون راولي او له امله يې جګړه رامنځته شي.

راپورته کېدونکی ځواک به په نړیوالوچارو کې لوی تره ونډه غواړي او د نړۍ موجود زبرځواک به د موجود حالت د ساتنې هڅه کوي.

فیلسوف اوتاریخ پوه توسیدیدیس وايي چې دغسې یوحالت د آتن او سپارتا ترمنځ د جګړې سبب شو او دواړه په دې دام کې راګیرشول. نژدې ۲۵۰۰ کاله وروسته اوس د ولسمشر شي جین پینګ په وینا کې دا خبره یاده شوې ځکه ځینې ستراتیژیک متفکرین باور لري چې د چین او امریکا متحدو ایالتونو نننی حالت د آتن او سپارتا حالت ته ورته دی.

له ځینواړخونو په اوسني وخت کې خطرونه لاډیر دي. د آتن او سپارتا خلک لږترلږه د ژبې او کلتور له پلوه یوله بله سره نژدې وو. د لومړۍ نړیوالې جکړې نه مخکې بریتانیا او جرمني هم یو شمېر ګډ ارزښتونه درلودل، او هغه وخت خلکو لیدل چې ستراتیژیکه سیالي د دواړو اړخونو په ګټه نه وه او جګړه له مصیبت نه ډکه بلل کېده. خو دا په دې معنا نه وه چې هغوی د جګړې مخه نیولای شوای.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *