سوري کردانو ځینې پوره ویجاړ کړي
سوري کردانو ځینې سیمې ویجاړ کړي
‘د بښنې نړیوال سازمان’ ویلي، سوري وسله والو کردانو د سوریې په شمال کې ګڼ کلي ویجاړ کړي او وګړي یې ترې شړلي دي، چې دا کار یې د جنګي جرم ګڼل کېدال شي.
د دغه سازمان په خپاره شوي راپور کې ”د کردانو د وسي ملاتړ پر کنډکونو” تور پورې شوی، چې له ”اسلامي دولت” نه یې تر نیول کېدا وروسته ګڼ کلي پر کنډوالو اړولي دي.
ښکاري چې دا کار یې د دغه سازمان په ټکو له ”اسلامي دولت” سره ددغو کلیو د خلکو د خواخوږۍ د غچ اخیستو په مقابل کې کړی وي.
د ”اسلامي دولت” پرضد جګړه کې د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف ته نژدې د کردانو دغه ډله د سوریې په شمالي او نورو سیمو کې جګړه کوي.
بند پاتې ولسي وګړي
د بښنې نړیوال سازمان د سې شنبې په ورځ وویل، څېړونکو یې داسې ثبوتونه موندلي، چې د کردانو دیموکرات اتحاد پوځي څانګې جنګیالیو د الحسکه او رقه ولایتونو تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې سختې سرغړونې کړې دي.
په راپور کې د الحسکه ولایت د ”تل خمیس” سیمې د ”الحسینیه” کلي د یوه عیني شاهد له قوله ویل شوي، کردي وسله والو ولسي وګړي له خپلو کورونو وایستل او کورونو ته یې اور ورته کړ او بیا یې ویجاړ کړل آن تر دې چې ټول کړی پر کنډوالۍ واوښت.
د مصنوعي سپوږمکۍ په مټ د الحسینیه کلي اخیستل شویو انځورونو کې ښکاري، چې د ۲۰۱۴ کال له ټول ټال ۲۲۵ کورونو نه ایله ۱۴ کورونه پاتې دي.
د سولوک سیمې سوېل ته د یوه پراته کلي ځینو کلیوالو دغه سازمان ته ویلي، د ”ولسي ملاتړ کنډکونو” وسله والو کلیوال د ”اسلامي دولت” ډلې په ملاتړ تورن کړل، او ګواښ یې ورته وکړ که چېرې ونه وځي، نو وبه یې وژني.
کلیوالو دا هم ویلي چې په کلیو کې د ”اسلامي دولت” ځینې ملاتړي کسان وو، خو ډېری یې مخالفان وو.