هلمند کې ۷۶۰ وسله وال طالبان وژل شوي
هلمند کې ۷۶۰ وسله وال طالبان وژل شوي
د دفاغ وزارت چارواکي وايي په تېرو دوو مياشتو کې يې۷۶۰ وسله والو طالبان وژلي خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي
د افغانستان دفاع وزارت چارواکي وايي په تېرو دوو مياشتو کې د هلمند ولايت په موسی کلا، کجکي، سنګين، نادعلي، ګرشک او د دې ولايت په نورو برخو کې “۷۶۰ ” وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د دفاع وزارت د مرستیال وياند محمد رادمنش بي بي سي ته ويلي “په دې موده کې ۲۱۷ وسله وال طالبان ټپيان او ۱۱ نور نيول شوي دي.”
ښاغلي رادمنش وايي، دغه عمليات د ۲۱۵ ميوند قولي اردو پوځيانو د امنيتي ځواکونو په مرسته ترسره کړي چې په ترڅ کې يې ۸۵۰ ماينونه هم له منځه وړي دي.
د افغانستان دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو ويلي، په وژل شويو کسانو کې “۱۱ پاکستانيان” هم شته، دوی زياتوي په دغو عملياتو کې يوه اندازه سپکه او درنه وسله هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
په همدې وخت کې د هلمند ځايي چارواکي له وسله والو د باباجي سيمې د بېرته نيولو لپاره د عملياتو خبر ورکړی دی.
د هلمند د پوليسو وياند شاه محمود اشنا بي بي سي ته ويلي د باباجي، مالګير، لوی مانده، شاول، سيستاني، نهر سراج او نورو هغو سيمو چې طالبان په کې شته پوځي عمليات پيل کړي دي.
د ښاغلي اشنا په وينا په دغو عملياتو کې هم ۱۵ مخالف وسله وال وژل شوي دي.
د هلمند ولايتي شورا مشر کريم اتل بيا نيوکه کوي چې د امنيتي ځواکونو تر منځ پوره همغږي نشته.
دی وايي پوليس چې پوره جنګي وسايل نه لري، د جګړې لومړۍ کرښه کې جنګېږي او د ملي ارود پوځيان چې پر درندو وسلو سمبال دي په وروستۍ ليکه کې ځای پر ځای شوي.
ښاغلی اتل د دې مشکلاتو په اړوند وايي که حالت دا ډول روان وي په سلګونو کورنۍ به له سيمې بېځايه شي، د ده په وينا اوس مهال هم شاوخوا ۲۰۰۰ کورنۍ له سيمې وتلې دي.