د ترکيې پارلماني ټاکنې سبا ترسره کیږي
د ترکيې پارلماني ټاکنې سبا ترسره کیږي
قتصادي مسايل، ديموکراسي او د سوريې کډوالو ستونزه د ټاکنو له مهمو ټکو ګڼل کېږي
په ترکيه کې د پارلماني ټاکنو لپاره د کمپاين وروستۍ ورځ مخ په ختمېدو ده، د واک پر سر د عدالت او پراختيا ګوند هيله من دی چې د سبا ورځې ټاکنو کې غوڅ اکثريت ترلاسه کړي.
په ترکيه کې به سبا( نومبر لومړۍ) خلک د پارلماني ټاکنو لپاره رايي ور کوي چې پايلې به يې د اوسني ولسمشر رجب طيب اردوغان او د ترکيې د سياسي راتلونکي لپاره مهمې وي.
د ترکيې ولسمشر اردوغان د پوځ او کوردي ځواکونو تر منځ د شخړو په تړاو وويل، په پارلماني ټاکنو کې يوازې د دوی ګوند له خوا د غوڅ اکثريت ترلاسه کول کولای شي ترکيې ته سوله راولي.
په تېرو پارلماني ټاکنو کې د ترکيې هېڅ کوم ګوند ټاکنو کې غوڅ اکثريت نه و ترلاسه کړی او په دې کې هم پاتې راغلي وو چې ايتلافي حکومت جوړ کړي.
د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د عدالت او پراختيا ګوند له نورو ګوندونو سره د يوه ايتلافي حکومت پر جوړولو خبرې وکړې خو کومې پرېکړې ته و نه رسېدل.
په تېرو ټاکنو کې عدالت او پراختیا ګوند له ۱۳ کلنې واکمنۍ وروسته پارلمان کې غوڅ اکثريت له لاسه ور کړ.
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په ۲۰۰۳ کال کې د لومړي وزير په توګه واک ترلاسه کړی و.
د رجب طيب اردوغان پر مشرۍ د عدالت او پراختيا ګوند د ۲۰۱۱ کال پارلماني ټاکنو کې له ۵۵۰ څوکيو ۳۲۷ ترلاسه کړې وې، خو په تېرو ټاکنو کې په لومړي ځل کيڼ اړخه کوردي ګوندونو پارلمان ته لار ومونده.
د ترکيې ولسمشر وايي د دې هېواد د پوځ او پي کې کې جنګياليو تر منځ شخړې په کورد مېشتو سيمو کې د ټاکنو پر پروسه ناوړه اغيز اچولی شي، د ده پر وينا کېدای شي دغه ګوند ځينې رايې له لاسه ور کړي.
اقتصادي مسايل، ديموکراسي او د سوريې کډوالو ستونزه د ټاکنو له مهمو ټکو ګڼل کېږي.
ترکيه د ناټو د يوه غړي هېواد په توګه د اسلامي دولت نومې ډلې پر وړاندې جګړه کې مهم رول لري.
تېرې څو مياشتې ترکيه کې ګڼ شمېر وژونکي بريدونه او چاوندنې رامنځ ته شوې وې چې وروستی هغه يې په پلازمېنه انقره کې و.
په دغو چاودنو کې ۹۵ کسان وژل شوي او له ۲۰۰ ډېر ټپيان شوي وو.