تحیلیل (څیړنه): د منځنۍ آسیا هیوادونوته د وسله والو طالبانو نږدې کیدل

وسله والو طالبانو تیره اونۍ د تخار ولایت درقد ولسوالی چې د آمو له سند سره نږدې پرته ده نیولې ده. دا ولسوالی د نورو سیمو په پرتله د منځنۍ آسیا هیوادونو په ځانګړې توګه تاجکستان ته تر ټولو نږدې سیمه ده. امنیتي مسولینو ویلي دا ولسوالی د وسله والو طالبانو د پراخ برید له امله ددوی لاس ته ورغلې ده دوی ویلي په دې ولسوالی درې سوه وسله والو طالبانوو برید کړی وو په داسې حال کې چې په دې ولسوالی کې سل تنه امنیتي سرتیرو شتون درلود.

د طالبانو سرګردانه جنګیالي چې د کندز په جګړه کې یې ماته وخوړه دا ځل یې سر له درقد څخه را پورته کړ. دډې ولسوالی اهمیت یواځې دا دی چې د آمو سند او د تاجکستان هیواد ته نږدې پرته ده دطالبانو دا ګام هغه د خطر زنګ دی چې د منځنۍ آسیا هیوادونو او د روسیې ولسمشر یې په هکله خبرداری ورکړی وو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین همدا تیره اونۍ په دې سیمه کې د شخړو له ډيرښته خبر ورکړ له دې سره د روسیې د اسختباراتو ریس هم د افغانستان په شمال او له دې سیمې یې د منځنۍ آسیا هیوادونو ته د لمنې پر غځیدو اندیښنه ښودلې ده.

له دې سره رسانو اعلان کړی چې له وسله والو طالبانو سره یې د اړیکو یو پل رامنځ ته کړی او د اړتیا پر مهال به له دوی سره اړیکې نیسي. د وسله والو طالبانو مشر هم څه موده وړاندې په یوه پیام کې د منځنۍ آسیا هیوادونو ته ډاډ ورکړی وو چې طالبان به ددوی لپاره ګواښ رامنځ ته نکړي. د هیواد په شمال کې د طالبانو په هکله د روسیې تګلاره ګونګه ده کیدای شي یو لامل یې همدا وي چې طالبان او روسان د داعش په نامه یو ګډ دښمن لري. کرملین به د امریکا په څیر او د امریکا د تکتیک په ډول ګام پورته کړي او ددې هیواد په څير به د داعش پر وړاندې جګړه وکړي او دا هم شونې ده چې ددې ډلې پر وړانډې په افغانستان کې هم د روسیې له لوري کوم ګام پورته کړي. د طالبانو او روسیې ترمنځ د اړیکو دا پل هم د دې ګواش لپاره په پام کې نیول شوی دی او ټاکل شوې د اړتیا پر مهال روسیه د داعش وسله واله ډله پر طالبانو وځپي.

طالبان په افغان جګړه کې له داعشه مخکې دي. په کندز بدخشان او فاریاب ولایتونو کې د وسله والو طالبانو جګړې او بریدونو د داعش پر وړاندې ددوی موقعیت لوړ کړی دی خو په ختیځ کې اوس هم داعش واک او ځواک لري او اوس مهال د ننګرهار په څلورو ولسووالیو کې د داعش له دوه تر دریو زرو جنګیالي به فعالیت بوخت دي. داعش تیره اونۍ د وسله والو طالبانو او ددوی د پلویانو نږدې سل کورونه سوځولی دي او دوی په دې وروستیو کې خپل نوي انځورنه چې د افغان امنیتي ځواکونو سره د جګړې له مخې یې اخستي وو خپاره کړي دي له دې سره دپام وړمسله خو دا ده چې تیره اونۍ په افغانستان کې له داعش سره د روسیې د یو شمیر اوسیدونکو یو ځای کیدو په هکله هم ریپوټونه خپاره شول.

روسیه په سوریه کې له داعش سره دښمني لري او له دې ډلې سره د روسانو یو ځای کیدل د خپل امنیت پر وړاندې له لویو ګواښونو څخه شمیري چې دې مسلې کرملین او طالبان سره نږدي کړي دي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *