د ميانمار تاريخي ټولټاکني تیره ورځ تر سره شوې   په دي ټاکنو کي به د پارلمان او ولايتي شورا غړي وټاکل شي د وړاند وينو له مخي مخالف دموکراسي گوند به په دي تاکنو کي بريالی شي پر دي هيواد حاکمو پوځيانو هم د ټاکنو د پايلو منلو ته غاره ايښې ده

په میانمار کې له بنځه ویشتو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د نړیوالو څارونکو تر څار لاندې ټولټاکنې تر سره کیږي. ددې هیواد اوسیدونکي په دې تمه دي چې له ټاکنو وروسته واک له پوځیانو څخه ملکیانو ته ولیږدول شي. د وړاند وینو له مخې په دې ټاکنو کې به مخالف ملي پاله د دموکراسۍ ګوند بریالی شي هغه ګوند چې مشري یې انګ سان سوچي کوي. له دې سره په دې ټاکنو کې د درغلیو ویره هم شتون لري. همدارنګه ویل شوي چې څلور میلیونه وګړي د رایې له ورکونې بې برخې شوي او په ځینو سیمو کې خلکو د یوه پر څای څو کارتونه تر لاسه کړي دي. خو د میانمار ولسمشر تین شین ویلي چې دا ټاکنې به په خپلواکه توګه تر سره شي او د ټاکنو پایلې چې هرڅه وي دوی ته به د منلو وړ وي.

تين شين ویلي: ” د ټاکنو د پایلو په هکله اندیښنې شتون لري خو غواړم دا ووایم چې حکومت او پوځ به د ټاکنو پایلې ومني. که چیرې مونږ دا ټاکنې په خپلواکه او آزاده توګه تر سره کړو بدلونونو ته به دوام ورکړو چې په دې سره به نوی او با ثباته نظام ولرو.”

په میانمار کې له نولس سوه نویم کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې په دې هیوا کې ټولټاکنې تر سره کیږي او د دې هیواد اوسیدونکي په ډې هیله چې له پوځیانو به واک ولس ته ولیږدول شي په ډې ټاکنو کې ګډون کوي.

همدارنګه د میانمار مسلمانان د خپلو حقونو د خندیتوب غوښتونکي دي خو له ډې سره د یوه جومات امام رسنیو ته ویلي چې د مسلمانانو د حالت د ښه کیدو په تمه نه دي خو له حکومته غواړي ترڅو د نورو ادیاانو په څیر مسلمانانو ته هم خپل حقونه اور کړي او ددوی امنیت خوندي کړي.

مفتي جعرار ویلي: ” اوس مهال خو د مسلمانانو لپاره روښانه راتلونکې نه وینم ځکه مسلمانان په ډې هیواد کې له هیڅ ډول حقونو برخمن نه دي مونږ له حکومته د مساوي حق ورکولو غوښتونکي یو د هندوانو مسیحیانو او بودیانو په څیر.”

له دې سره چې ویل کیږي کیدای شي په دې ټاکنو کې د ملي پالو دموکراسۍ ګوند بریالی شي خو د اساسي قانون له مخې دډې ګونده مشره د ولسمشرې په توګه نشي ټاکل کیدای. خو دې اوسنۍ اساسي قانون احمقانه ښودلی او ژمنه یې کړې چې له بریا وروسته به پکې سمون رامنځ ته کوي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *