تحلیل(څیړنه): د افغانانو د یوالي بیلګه
تیره اونۍ د کابل ښاریانو د پلازمینې واکمني په لاس کې درلوده او د ناخوالو پر وړاندې یې مدني کودتا وکړه. میلیونو لاریون ولسمشرۍ ماڼۍ کلابنده کړې وه او دې لاریون د افغانانو په مدني خوځښت کې ساری نه درلود. دا لاریون د افغانو له لوري سره د جوماتونو روحانیونو استادانو او محصلینو له لوري رامنځ ته شوې غونډه وه. په دې لاریون کې د خلکو استازو د ملي شورا غړیو او دولتي یو شمیر مسولینو هم ګډون کړی وو. تر ټولو ډیر ملکي کسان چې ددوی راتلونک
ې له ګواښ سره مخ ده د خپلې راتلونکې په هکله اندیښمند دي او د خپل برخلیک په هلکه هیڅ ډول هیله نلري.
ددې لاریون پر مهال د خلکو د برخلیک په هکله لوی روایت ځرګند شو چې ددوی ژوند له څه ډول حالت سره مخ دی او په داسې لاریون یې لاس پورې کړ چې نه افغانان او نه ا فغاني رسنۍ ددې ډول لاریون شاهدې وې دې لاریون له څو اړخونو ښکاره پیامونه درلودل چې په دې سره یې حکومتي چارواکي ځواب ویلو ته اړ کړل.
د میلیونو لاریون لومړنۍ ځانګړتیا پر هغه بې پایلو خبرو ګذار وو کوم چې په دې وروستیو کې د چارواکیو له لوري کیږي او د حکومتي چارواکیو له لوري رامنځ ته شوي زنځیرونه یې شلولي دي. دا ګفتمان چې چارواکي له ټاکنو تیر او ولسمشرۍ ماڼۍ ته یې لاره پیدا کړه نور نو تر پنڅو کلونو خلکو ته اړتیا نلري او خلک هم نشي کولای ترڅو له مسولینو څخه د ځواب غوښتنه وکړي او حاکمان تر پنځو کلونو مصونیت لري او دوی ته لاس رسۍ هم شونۍ نه دی. خو د کابل ښاریانو تر ولسمشرۍ ماڼۍ په خپله مخه کې ټول خنډونه له منځه یوړل او د ملي یوالي حکومت دوه څیرې ولسمشر او اجرایي ریس یې ځواب ویلو ته اړ کړل.
دوهمه برخه چې له دې لاریونه ووته داوه چې: که څه هم حکومت د امریکا او د ناټو ملاتړ له ځان سره درلودلی او د خلکو ملتیا ته اړتیا نلري او په دې سره کولای شی حکومت ته دوام ورکړي او د دوی په وینا خپلې واکمنۍ ته دوام ورکولای شي. په دې لاریون سره د ملي یوالي حکومت دا درک کړه چې د واکنمۍ پر مهال هم خلکو ته اړتیا لري او که چیرې خلک ونغواړي دوی د واک په ګدی نشي کیناستلی همدارنګه دوی وښوده چې د خلکو قدرت د ناټو او امریکا د قدرت څخه ډیر دی او که چیرې خلک ونغواړي ولسمشرۍ ماڼۍ به هم په امن کې پاتې نشي.
له دې لاریون څخه راوتلی بل اړخ د جګړې په هکله د حکومت تعریف وو. تر دې مهال د حکومت دلیل دا وو چې جګړه روانه ده د نظام په دننه او بهر کې مخالفین لرو او هره نیوکه کولای شي دا نیم بنده حکومت هم رانسکور کړي او دا به مصلحت وي چې خلک پټه خوله پاتې شي خپلې شونډې وګنډي او هیڅ څه ونه وایي. نږدې همدي ته ورته څرګندونې اجرایي ریس د خلکو له هغه استازو سره کړې کوم چې اعتراض یي درلود او دوی په خپلو خبرو کې وکولای شول چې څه ډول د حکومت نیمګړتیاوې د جګړې په سیوري کې پټې کړي. خو دې نیوکو دا وښوده چې د حکومت لپاره بدترینه وختونه هغه وختونه دي کله چې خلک د دښمن تشه ډکه کړي او له حکومت څخه خپل باور بیرته واخلي او ددوی پر وړاندې ودریږي. ترهغې چې دښمن د خلکو په منځ کې ځای نه وي پیدا کړی د حکومتونو دوام شونی وي خو کله چې له حکومته د خلکو باور او اعتبار له منځه لاړ شي او خلک د حکومت د دښمنو ځای خپل کړي تو کاڼي به د کاڼي په سر بند نشي. خلک هغه کسان دي چې د یوه نظام کړی جوړوي او همدا جوړونکي د نظام د بیا جوړلو وړتیا هم لري له دې پرته چې ټول نظام د یو څو ناکامه مدیرانو د کړنو قرباني کړي.
بله خبره چې د چهار شنبې د لاریونو څخه راووته دا وه چې د سنتي شاهرګونو پّ وسیله د خلکو لاریونونه او نیوکې کنترولیدلی شي. دا بهیرونه قومي دي که چیرې له دې بهیر څخه یو کس سر را پورته کړي نو ټول خلک به کابو کړي. خو دا بهیر د چهارشنبې به لاریون کې کارنده نه وو. د چهارشنبې لاریون ملي نیوکې وي چې له ټولو پرګنو او ټبرونو څخه ویښ وجدانونه را پورته او خپله ټولنه یې په ښه توګه رهنمایي کوله. خلک د ځآن مشران وو او دا لاریون یې په ډيره ښه توګه مدیریت کړ.
اجرایي ریاست په دې بدلون سره غوښتل دې پاځون او لاریون ته قومي رنګ ورکړي خو دا ټکی پټ پاتې شو چې د کابل میلیونو لاریون د خلکو د کینو او زړه تنګۍ څلی وو چې د نهه کلنې شکریې د سر په پرې کیدو سره وچاودید او اور یې واخیست.
دا ځل دې لاریون او نیوکو د هلمند بدخشان کندز بامیانو او فاریاب ولایتونو اوسیدونکو باروت له ځان سره درلودل چې له څوارلسو کلونو راهیسې یې د بیلتون د رامنځ ته کولو په هڅو نیوکې درلودې او دا ځل ټول یوه لاس او یو موټۍ شول. شاید حکومت د خلکو له یوالي ویره درلوده او له دې هیردل چې بل ځلې به خلک د هلمند او بدخشان په ولایتونو کې د وژل شویو کسانو له امله په لاریون او پاځون لاس پورې کړي او د هغه نیمګړتیاوو پوښتنې به له دولتي چارواکیو کیږي چې د خپلو سیالانو سره حکومتي مسولینو د ناغړیو له امله رامنځ ته شوې دي او د حکومت دا لړزانده ستونو ته به چې تر ډیره د اختلافاتو له امله کمزوري شوې تر ډيره زیان ورسوي. خلکو د حکومت له لوري په تیرو څوارلسو کلونو کې د حکومت له لوري ددې ډول امنیت په رامنڼځ ته کولو نیوکه درلوده. دوی غوښتل ترڅو یو هلمندی یا زابلی وګړی له دې پرته چې کومه اندیښنه ولري د بامیانو په لور لاړ شي او یا هم د هیواد یوې بلې برخې ته. خو د حکومت دیارلس کلنه پالیسي داوه چې له دې برعکس پیښه نه رامنځ ته کیږي او یو بامیانو اوسیدنکی د هیواد نورو برخو ته د تګ لپًاره له ځانګړې امنیت څخه به نوي برخمن.
د تیرې چهار شبنې په ورځ د خلکو له لوري لاریون ته په ډاګه کړه چې ټول افغانان یو لاس او یو موټی دي او دایې هم وښوده چې خلک کولای شي ددوی ترمنځ د واټن رامنځ ته کولو چلوټې له منځه یوسي.
د پورتنیو څرګندونو سربیره د دې لاریون بله ځانګړتیا د خلکو له لوري سیاست برخه وه. خلکو دا وښوده چې هماغه سیاسي عامیلونه چې د ملي یوالي دوه رګه حکومت په ټاکنو کې ملي یوالي رامڼخ ته کړي او هماغه لامل تر اوسه د خلکو په لاس کې دی او که چیرې همدا خلک وکولای شي چې قومي ټیکه دارانو څخه ځانونه وژغوري چې تراوسه دې قومي ټیکه دارانو کوم ټپ نه دي پټۍ کړی باید خپل مدیریت په خپل لاس کې واخلي. د ملي یوالي حکومت پر ځان د ملي یوالي ټاپې په لګولو سره له تیر یوه کال راهیسې ونشو کولای د تیرې چهارشنې د لاریون په څیر د ملي یوالي ښکارندویي وکړي او په دې کې پاتې راغلی ترڅو ټول افغانان سره یوځای را ټول کړي.
دا هغه لاریون وو چې ویې کولای شول ټول افغانان په یوه لاره سم کړي او دا وښي چې د افغانانو ترمنځ کومه ستونزه شتون نلري بلکې ټول سره وروڼه او یو لاس دي.
د تیرې اونۍ د چهارشنبې ورځې لاریون یوه بله ځانګړتیا په ښه توګه د مدیریت تر سره کول وه. په دې لاریون کې د تیر او اوسني حکومت په کړې د قضاوت ښه فورصت رامنځ ته شوی وو. تیر حکومت خلکو ته د خدمت څوارلس کلونه له لاسه ورکړي دي او په دې لاریون سره د دواړو حکومتونو څیرې په ښه توګه په ډاګه او دوی ته د خپلو نیمګړتیاوو احساس ورکړل شو او نړیواله ته یې هم دا وښوده چې د افغانستان وروستي دوه حکومتونه څه ډول وو. له شک پرته د دواړو حکومتونو په هکله به نړیوال ټولنه هم خپل نظر څرګندوي. هغه حکومت چې په تیرو دیارلسو کلونو کې په خپلو نیمګړتیاوو او ناکاریو سره د خلکو پر ستوڼي پل ایښی وو او هغه حکومت چې په تیر یوه کال کیې د خلکو لپاره هیڅ ډول کار نه دی کړی د داوری او قضاوت په دې کړۍ کې چې د چهارشنبې ورځې لاریون په ډاګه کړه په ښه توګه څرګندیږي. دې لاریون له حکومته د خلکو پټه ناخوښي اود کمزورې حکومتولی په هکله نړیوالو ته ښه مالومات ورکړل او نړۍ ته یې دا په ډاګه کړی چې افغان حکومت دخپلو خلکو ستونزې په هواری کې پاتې راغلی دی.
د تیرې چهارشنبې او ور پسې د پنجشنبې لاریونونو بله ځانګړتیا د عمومي دیپلوماسۍ بدلون وو د ښاغلي غني او ښاغلي کرزي حکومتونو د امنیتي او ستراتیژیکو تړونونو په لاسلیکولوو سره د امنیت او ټیکاو د رامڼځ ته کولو ژمنې کړې وې د امریکا ناټو او نورو هیوادونو ملتیا وې یې د ځان کړې وې. خو په تیر یوه کال کې دې تړونونو د افغانانو لپاره ګټه نه درلوده او نه هم حکومت په دې هکله خلکو ته روښانه ځواب درلود.
د چهار شنبې په ورځ خلکو د لاریون په تر سره کولو سره په مستقیه توګه له لویدیځ او نورو هیوادونو سره عمومي دیپلوماسۍ ته نوی رنګ ورکړ او په هیواد کې یې د ناامنۍ بیوځلی او وزګاری څخه سر وټکاوه او دایې ټولې نړۍ ته وښوده چې په افغانستان کې حالات په کوم لور روان دي. هغه مسایل چې په تړون لیکونو کې یې ژمنه شوې وه خو تر اوسه پلې شوې نه دي او نه هم یې په هکله کوم ځواب شتون لری.
که چیرې د تیرې اونۍ د چهارشنبې له میلیونو لاریون له ځانګړتیا او څرنګوالي هم تیر شو د ولي پوښتنه تر ټولو مهمه ده. پوښتنه داده چې ولي میلیون خلک واټونو ته را ووتل او ددوی غوښتنې څه وې چې دوی اړ شول ترڅو میلیونو ټول پوښتنې له مخې د پخواني حکومت څخه پاتې له فساده ډک حکومت ته نه ووایي.
دډې لاریون بله ځانګړتیا هم په ټولینزو چارو کې د حکومت پاتې راتلل ده حکومت حتی خپلو هیوادوالو ته لومړنۍ آسانتیاوې چې ددوی د ژوندانه حق دی نه دي رامنځ ته کړې. په اچین کې له ماین خښولو نیولې بیا د هلمند د سنګین ولسوالی د ماین تر کرلو او بیا پسې د جاغوریو ولسوالی د اوسیدونکو تر سرونو پرې کولو دا ټول ددې ښکارندویي کوي چې حکومت پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی تر ټولو خو بدتره دا چې هره ورځې نوې ډلې سرونه را پورته کوي او دیری نورې برخې هم د وسله والو مخالفینو لاس ته لویږي. د اقتصادي سیاسي بې ثباتی ټول نظام را نغښتی دی او خلک له راتلونکې ناهیلې شوي دي او ځوانه پرګنه له هیواده د تیښتې په حال کې ده.
د حکومت ددې لوبو په ډاګه کیدوپایله د تیرې اونۍ د چهارشنبه په ورځ میلیونو لاریون وو. د مسایلو روښانتیا او د حکومت د چلند په ډاګه کیدل دې لامل شول ترڅو عمومی وجدان را پورته او ټول افغانان چې له هری پرګنې وو سره یوځای شي او د ولسمشری ماڼۍ ته سره را ټول شول. هیڅ یوه فردي تبیلغ نشو کولای ترڅو میلیوني لاریون په لاره واچوي دا یواځې دې لامل وو ترڅو له څو کلونو راهیسې خلک خپل زړه تش کړي او خلک دا په داګه کړي چې د خپلې راتلونکې په هکله ډير حساس دي او د اړتیا په وخت کې به ډګر ته را ووځي. خلک دا فکر کوي چې ددوی د امنیت د ټینګښت لپاره اړوندې ادارې او بنسټونه شتون نلري بلکې یواځې دوی دي چې د خپل امنیت ساتنه به کوي. د تیرې چهارشنبې په ورځ د لاریون غږ د ټولو افغانانو غږ وو نه د ډلو او ګوندونو کوچونۍ غږ.
د لاریون وروستۍ پایله او زدکړه د افغانانو یوالی دی. د افغانستان جوړښت دیني دی او دیني مسایل د افغانانو لارښونه کوي او په هره برخه کې افغانان د دین په رڼا کې ګام پورته کوي په افغانستان کې د ادراک ټولنیز نظام د دین په ستونو ولاړ وي. کله چې د یوه ماشوم سر پرې کیږي او یا کوم ماشوم دانسان په څیره کې د ځناورو له لوري شکول کیږي او یاهم کومه زړه میرمن او نارینه وژل کیږي د دین په حکم سره ټولې قومي پولې له منځه ځي او ټول د مسلمان مظلوم په پلویتوب لاس په مبارزې پورې کوي. اسلامي ارزښتونه د پرګنو او قومونو تر منځ پولې له منځه وړي او د اسلام په کړۍ کې د نظام او ټولنې د رامڼخ ته کیدو لامل ګرځي. قوم قبیله او ټبر مادي او له پامه غورځیدلې مسایل دي چې ډيری لږ کسان دې برخو او اړخونو ته ارزښت ورکوي افغانانو ته تر ټولو ارزښتناکه مسایل دیني ارزښتونه دي او په ډې سره د ټولو افغانانو ترمنځ اسلامي روحیه را ژوندی کوي چې حتی د ولسمشری ماڼي د ساتونکو له ډزو سره هم دوی تر سهاره د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته پاتې کیدی شي او پر خپلو ګډو غوښتنو ټینګار کولای شي.
د افغان ولس دیني او اسلامي ارزښتونو رول د تیرې اونۍ په میلیونو لاریون کې په ښه توګه په داګه کیږي او د دین محورو لاریون کونکو له شعارونو په روښانه توګه دا ښکاریده چې اسلامي اخوت لري او ددوی د ساتنې او یووالي اصلي ستن هم د اسلام او قران په رڼا کې ورورګولي اویوالی دی او دوی کولی شي په دې رڼا کې خپل حق وغواړي او تر لاسه یې کړي او همدا دیني یوالی دی چې خلک په ګډه سره کولای شي په یوه لاس لاس په لاریون پورې کړي او دولت ته یوځل بیا خپل لوی مسولیتونه ور وښیي.
له لاریون کونکو سره د امنیتي مسولینو چلند نا مسولانه وو او دمدني خوځښت له لوړ کلتور سره چې په هیواد کې دود دی حکومتي چارواکي دې ته حاضر نشول ترڅو د لاریون کونکو غوښتنو ته ځواب ووایي او حتی پر دوی یې ډزې وکړې نو له دې مخې لاریون کونکو د ولسمشری ماڼۍ به لور مخه کړه چې په دې سره ولسمشر او جرایي ریس له غروره ولویدل او د لاریون کونکو له استازو سره په یوه میز کښناستل او ددوی غوښتنو ته یې غوږ نیولی وو. اوس مهال د کابل ښاریانو غوښتنې د حکومت پر میز پرتې دي اوباید ددې پوښتنو پلي کیدو هڅه وشي ترڅو خلکو لاریون بې ګټې نه شي.
حکومت ددوی پر وړاندې د چلوټو به هکله خبرې کوي او دا استدلال یې پتکي کړی ترڅو په دې سره وکولای شي د خلکو پر غوښتنو کابو شي. دا چې اجرایي ریس په کراتو دې مسلې ته نغوته کړې او ولسمشر هم له دې څخه د لاریون په توګه یادونه کړې ده دا دلیل نشي کیدای چي لومړنۍ حقوق له خلکو څخه سلب شي.
له بې ثباتی څخه د خلکو مخ ګرځونه باید ددوی د خپلواکی د لږیدو لامل نشي. په هماغه کچه چې خلک د پخواني حکومت له فساد او څخه په تنګ راغلي او ددې ډول مسایلو په هکله حساسیت ښودلی په هماغه کچه د ملي یوالي حکومت له کړنو او اختلافاتو څخه ستړي شوي دي او دا شونې نه ده چې د تیر او اوسني حکومت د دوه کاڼو ترمنځ د خلکو هډوکې اوړه شي.
هغه څه چې د تیرې اونۍ د چهار شبنې او پنجنشبه ورځو په لاریونو کې چې د هیواد د پلازمینې په ګډون به لویو ښآرونو کې تر سره شول له حکومته یې په ښه توګه د خلکو ملاتړ څرګند کړ په زابل ولایت کې د تیرې اونۍ چهارشبنې په ورځ د کابل لاریون سره همهاله لاریونونه ترسره شول او د شهیدانو لپاره یېۍ د فاتحې مراسم ترسره کړي دي او تر ټولو مهمه دا چې د مخالفینو هویت یې د پخوا په پرتله تر ډيره روښانه کړ او ددوی پر بدنامۍ یې ټینګار کړی دی.
د مخالفینو دا رسوایي هم د حکومت په ګټه وه او هغه نیوکې چې په کابل کې د لاریون پر مهال خلکو پر حکومت کړې به دې کچه وې چې حکومت یې په ترسره کولو کې پاتې راغلی او نشو یې کولای چې په خلکو کې په دې کچه ملي روحیه را ژوندی کړي.