امريکا له ترکيي غواړي چې له سوريي سره د خپلې پولې مدافعه ټينګه کړي
امريکا له ترکيي غواړي چې له سوريي سره د خپلې پولې مدافعه ټينګه کړي
دامريکا متحده ايالات له ترکيي څخه غواړي چې د سوريي سره په پوله کې د ۱۰۰ کيلومترو په برخه کې د ترکيي پوځيانو شمير زيات کړي، کوم چې له همدغې سيمي څخه د «اسلامي دولت» د ترهګرۍ ډلې پلويان له بهر څخه د جګړو سيمو ته ځي او ياهم بيرته ترې وځي
.
دامطلب وال استريت ژورنال څرګند کړی دي. «پوله بايد وتړل سي دايو نړيوال ګواښ دي له سوريي څخه راځي او له ترکيي څخه تيريږي»- دامطلب د ولسمشر بارک اوباما دادارې سرچېني څرګند کړی دي. امريکايي چارواکو دانه دي ويلي چې د پولې د ټينګولو دپاره په کوم شمير پوځيان ضرور دي. خو ، په پنتاګون کې د ورځپانې د منبع د ارزونې له مخې، ښايي دغه شمير ۳۰ زره پو ځيانو پورې وې. او د دې د پاره چې د پولې يوه برخه بيله کړو ترکيه بايد همدغه سيمي ته لس زره عسکر وليږي.