مشرانو جرګې د ولسي جرګې د ټاکنو نېټې پر اعلانولو ټينګار وکړ
مشرانو جرګې د ولسي جرګې د ټاکنو نېټې پر اعلانولو ټينګار وکړ
د مشرانو جرګې غړي د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو نېټې پر معلومولو د ټينګار ترڅنګ وايي، ولسمشر غني دې له ترهګرۍ څخه د پاکستان
ملاتړ اصلي څېره د اسيا زړه غونډې ته ور وپېژني.
د استانبول پروسه د افغانستان په نوښت او د سيمې هېوادونو په ملاتړ د ٢٠١١ کال په نومبر مياشت کې رامنځ ته شوه، چې د اسيا زړه لومړى کنفرانس د افغانستان او ترکيې په مشرۍ استانبول کې جوړ شو.
د دې پروسې څلورمه غونډه تېر کال په چين هېواد کې ترسره شوه او ټاکل شوې، چې د اسيا زړه استانبول بهير پنځم کنفرانس د ليندۍ ١٨مه د پاکستان پلازمينه اسلام اباد کې د اسيا زړه هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په ګډون جوړ شي.
ټاکل شوې چې ولسمشر محمد اشرف غني سبا د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د اسيا زړه کنفرانس کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته سفر وکړي، همداراز ټاکل شوې چې دا غونډه د ولسمشر غني او د پاکستان لومړي وزير پر مشرۍ جوړه شي.
د ولسمشر غني دا سفر په داسې حال کې تر سره کېږي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړيکو له پيکه کېدو څخه وروسته، ولسمشر غني له پاکستان سره اړيکې پرې کړې او له لومړي وزير نوازشريف سره يې له ملاقات څخه ډډه وکړه.
خو راپورونه رسوي چې څو ورځې وړاندې د پاکستان سياستوال کابل ته راغلل او ولسمشر ته يې قناعت ورکړ، څو له لومړي وزير نوازشريف سره په پاريس کې ملاقات وکړي او د اسيا زړه کنفرانس کې چې سبا په اسلام اباد کې ترسره کېږي، ګډون وکړي.
د مشرانو جرګې غړي نادر بلوڅ اسلام اباد ته د ولسمشر سفر په اړه وويل: “ولسمشر غني بايد د افغان ولس غوښتنې او ملي ګټې په زيرکتيا او مېړانه د نړيوالو او د اسيا زړه ګډونوالو غوږونو ته ور ورسوي او له لنډمهالو لوبو ډډه وکړي.”
د دې جرګې بل غړي زلمي زابلي وويل: “ولسمشر بايد له دې طلايي موکې څخه ګټه پورته کړي او د اسيا زړه ګډونوالو ته دې د پاکستان څېره ښکاره کړي.”
د جرګې بل غړي ګل احمد اعظمي زياته کړه: “د افغانستان بې ثباتي به د سيمې او نړۍ بې ثباتي لامل شي، ولسمشر دې په غوڅه توګه د پاکستان له تروريزم څخه د ملاتړ اصلي څېره افشا کړي.”
هغه وويل چې افغان دولت پوره اسناد او شواهد لري او هغه بايد د اسيا زړه کنفرانس ته وړاندې کړي او دا ځل بايد د پاکستان پر درواغجنو ژمنو باور و نه کړي.
د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار وويل چې ولسمشر دې له ترهګرۍ څخه د پاکستان ملاتړ او په افغانستان کې د ياد هېواد د لاسوهنو په اړه حقايق رسوا کړي او کره ګامونه دې واخلي، څو افغانستان بيا د پاکستان د کرغېړنو موخو ښکار نه شي.
د نوموړي په وينا، پاکستان د نړيوالو فشارونو او په افغانستان کې د طالبانو مورال کمزورتيا له امله، دې ته چمتو شوى، څو د سولې خبرې اترې پرمخ يوسي.
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار، اسلام اباد ته د ولسمشر له سفر څخه ملاتړ وکړ او دا غونډه يې مثبته وبلله.
نوموړي هيله وښوده، چې افغان حکومت او خلک له دې ناستې څخه مثبتې پايلې ترلاسه کړي.
هغه هم له ولسمشر غني څخه وغوښتل، چې د افغانستان خلکو غوښتنې په دې غونډه کې مطرح کړي او د پاکستان په وړاندې غوڅ دريځ ولري.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ولسي جرګې ځينو غړو هم له ولسمشر غني څخه غوښتنه کړې وه، چې د اسيا زړه په کنفرانس جدي دريځ ونيسي او په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنې په غوڅ ډول مطرح کړي.