ملي امنيت په كابل كې ۲ زره كېلو ګرامه چاودېدونكي مواد نيولي د ملي امنيت رياست وايي، مؤظفينو يې د كابل ۲۱مې ناحيې اړوند په بت خاك سيمه كې ۲ زره كېلو ګرامه چاودېدونكي توكي نيولي دي6d0c2e98-74f3-47e1-b2d3-ccde94df2ec5_16x9_600x338.

له ملي امنيت نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، دغه چاودېدونكي توكي امونيم نايټريټ او په شلو، پنځوس كېلويي بوجيو كې ځاى پر ځاى شوي وو چې پر وخت كشف او خنثى كړاى شول.

ملي امنيت وايي، دغه چاودېدونكي مواد د مولوي عزيز په نوم د حقاني ډلې د يو غړي لخوا د ډيورنډ كرښې له هغې غاړې را اړول شوي او تر كابله پورې رارسول شوي وو چې غوښتل يې دلته پرې د ښار منځ كې درنې چاودنې وكړي.

سرچينې زياته كړې، دغه توكي له نيول كېدو وروسته په سيمه كې د ملي امنيت ځواكونو لخوا چوول شوي دي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *