د پېښې د څېړنې لپاره یو پلاوی له کابل نه ننګرهار ته تللی وو2lt1rw7

د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې چارواکي وایي، په بهسودو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ د اتو غړو د وژل کېدو ترشا د میراث مسئله ده.

د پېښې د څېړنې لپاره یو پلاوی له کابل نه ننګرهار ته تللی وو.

د ننګرهار چارواکي وایي، د کورنۍ د وژل شوي مشر شهید یوسف ناسکه وراره یې په دې تړاو نیولی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي وویل، د شهید یوسف وراره عمراخان وړاندې څو ځلې د خپل تره پر کور برید کړی و.

ښاغلي خوګیاڼي وویل: “تر ډېره کچه پورې معلومات ښيي چې دی (عمراخان) په دغه قضیه کې ښکېل دی. او قضیې د رامنځته کېدو یو لامل هم د ميراث موضوع ده. خپله د شهید يوسف خاله له امنیتي ارګانونو سره په خبرو اترو کې دا څرګنده کړې چې عمراخان تردې وړاندې هم د شهید یوسف په کور باندې بریدونه کړي.”

پنځه ماشومان، د هغوی مور او پلار او نیا د لیندۍ (قوس) په ۲۳ مه د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې په خپل کور کې وژل شوي وموندل شول.

چارواکي وایي، دا کورنۍ د دریو مېلمنو له خوا په ډزو وژل شوي وو.

د والي ویاند وویل، چې تراوسه د عمراخان په ګډون پنځه کسان تر څېړنو لاندې دي او په پېښه کې دوه نور تورن پېژندل شوي کسان له هېواده وتلي دي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *