هند په پټه د هایدروجني بم جوړولو تکل لري
فارن پالیسي ليکي چې د هند دغه اتومي پروګرام به تر ۲۰۱۷ کال پورې بشپړ شي
یوې امریکایي مجلې ادعا کړې چې هند په پټه د یوه داسې اټومي مرکز په جوړولو لګیا دی چې په هند کې به په خپل ډول کې ترټولو ستر مرکز وي او موخه یې
هم د هایدروجني بم جوړولو د وړتیا لوړول دي.
له واشنګټن څخه خپرېدونکې فارن پالیسي مجلې د یوه رپوټ له مخې دا اټومي مرکز د هند په جنوبي ولایت کرناټک کې دی او واک به یې هم د هند د پوځ په لاس کې وي چې سنټرفیوجونه، د هستوي څېړنې لابراتوارونه، د اټومي وسلو او جنګي الوتکو د ازمویلو اسانتیاوې به ولري.
مجله لیکي چې د دوی د معلوماتو له مخې د کرناټک په چلاکیري سیمه کې دا جوړېدونکی ’اټومي ښار‘ به تر ۲۰۱۷ کال پورې بشپړ شي او حکومت پلان لري دلته د نوي هایډروجني بم جوړولو لپاره یورانیم غني کړي چې ورسره به د هند په اټومي وسلو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.
دا امریکایي رسنۍ وایي، د پټ اټومي مرکز پلان د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۲ کال په لومړیو کې هله رابرسېره شو چې د کرناټک په دغه سیمه کې کارګرو په ناڅاپي ډول د کروندو په رېبلو پیل وکړ او دې کار په سیمه کې اوسېدونکې ’لمباني‘ قبیله حیرانه کړه.
د سیمې خلک هله پر هستوي پلان خبر شول چې څرګنده شوه د هند دوه امنیتي ادارې د ودانیزو چارو څارنه کوي.
کارپوهان باور لري چې دا ستر اټومي مرکز به تر ۲۰۱۷ کال پورې بشپړ شي.
دې پلان موخه دا ده چې په هند کې په دولتی برخه کې هستوي څېړنې پراخې شي، د اټومي ریګټورونو لپاره سون توکي برابر کړي او د هند په نویو اوبتلونو کې اټومي وړتیا لوړه کړي.
هند په ۱۹۷۴ کال کې خپله لومړنۍ اټومي ازموینه وکړه
په لندن او واشنګټن کې مېشت د هند متقاعد افسران او ناپیلي کارپوهان وایي، د هند حکومت د دغو موخو سربېره د اټومي پروګرام یو بل لوی هدف دا دی چې د یورانیمو تولید ډېر کړي چې هایدروجني بمونه به ترې جوړ شي. په عامه اصطلاح کې دا ډول هایدروجني بمونو ته حرارتی اټومي ’ترمو نیوکلیئر‘ وسلې ویل کېږي.
فارن پالیسي وړاندې ویلي و چې د هند د دې پروګرام له امله به په چین او پاکستان کې نارضایتي پیدا شي او د هند دواړه ګاونډیان به دا کار پاروونکی وبولي. کارپوهان اندېښنه لري چې د دې ګام په ځواب کې به چین او په ځانګړې توګه پاکستان په خپلو اټومي وسلو کې زیاتوالی راولي.
که څه هم هند په ۱۹۷۴ کال کې خپله لومړنۍ اټومي ازموینه کړې وه، خو هېڅکله یې د خپلو اټومي پروګرامونو او ارادو په اړه جزییات نه دي خپاره کړي او په ځانګړې توګه له هېواده بهر عام خلک د چلاکیري هستوي تاسیساتو او موخو په اړه ډېر نه پوهېږي.
هند د خپل دې پروګرام په اړه چوپه خوله دی او په زغرده یې هم داسې ژمنه نه ده کړې چې عامو خلکو ته به د دغه پروګرام ګټه څه وي، ځکه چې دا اټومي تاسیسات د پوځ تر نظر لاندې دي او له همدې امله نړیوالې ادارې هم ورته لاسرسی نه لري.
هند او پاکستان په ۱۹۹۸ کې اټومي ازموينې وکړې
د فارن پالیسۍ په وینا، د چلاکیري د کلیوالو په څېر د هند پارلمان ډېر مهم غړي هم د دا ډول پروګرامونو په اړه ډېر نه پوهېږي. د هند یوه نامتو وزیر چې په مرکزي کابینه کې يې دوه ځله دنده ترسره کړې، د نوم د نه خپرېدو په شرط ویلي د هند پارلمان غړو ته د اټومي وسلو په تړاو ډېر کم معلومات ورکول کېږي.
دی وايي: ”که رښتیا ووایو نو موږ ته په پارلمان کې ډېر معلومات نه راکول کېږي، که موږ د دې ډول موضوعاتو په اړه معلومات هم ترلاسه کوو، هغه له غربي رسنیو خبرېږو.”
د ۲۰۰۳ کال په جولای میاشت کې د پارلمان پخواني غړي او د چاپیریال ساتنې یوه وزیر جیانتی نتارنجن له هندي رسنیو سره په خبرو کې ویلي و چې ده او د پارلمان نورو غړو ”په بيا بيا د اټومي وسلو موضوع راپورته کړې، خو هېڅ مو هم نه دي ترلاسه کړي.”