افغان ځواكونو تېرو ۲۴ ساعتونو كې ۳۴ وسله وال مخالفين وژلي
افغان ځواكونو تېرو ۲۴ ساعتونو كې ۳۴ وسله وال مخالفين وژلي د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېو
اد په بېلا بېلو سيمو كې د امنيتي ځواكونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۳۴ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د كونړ، ننګرهار، لوګر، كندوز او هلمند ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، په دې عملياتو كې د ملي اردو ۶ سرتېري هم وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.