كونړ كې د افغان ځواكونو او مخالفينو نښتې، ۴ مخالفين، دوه افغان سرتېري مړه440841

كونړ كې د افغان ځواكونو او مخالفينو نښتې، ۴ مخالفين، دوه افغان سرتېري مړه د کونړ په مرورې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ په نښته کې ۴ وسله وال وژل شوی او دریو امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

چارواکي وايي، نښته پرون مازیګر څلور بجې پيل او تر دوو ساعتونو یې دوام درلود.

په ختیځ کې د ملې اردو د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د عامه اړیکو مسول ډګروال محمد نعمان هاتفي نن وویل، چې وسله والو د کونړ مرورې ولسوالۍ په اړوندو کې د ملي او سیمه ییزو پولیسو پر پوستو بریدونه پیل کړل، چې وروسته ورسره د ملي اردو په ملتیا نښته پيل شوه.

هغه وویل نښتې شاوخوا ۲ ساعته دوام درلود، چې پایله کې یې ۴ وسلوال، یو د ملي اردو او یو سیمه ییز پولیس ووژل شول او دغه راز یو سیمه ییز پولیس ټپي شوی هم دی.

چارواکي وايي، چې اوس په سیمه کې امنیتي وضعیت ښه شوی او تازه دم ځواکونه هم استول شوی دي.

بلخوا د دولت وسله والو مخالفینو په دې اړه کوم نظر اوغبرګون نه دی څرګند کړی.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *