په یمن کې تر ۳۰۰ زره ډير ماشومان له ستړيا څخه زوريږي. دامطلب د ملګرو ملتونو د بشري مرستو منتظم کيونګ کانګ څرګند کړي دي
د ده په خبره د دغه هېواد ټولټال ۷،۶ مليونه وګړي بشري مرستواو خوراکي توکو ته اړتيا لري. د يمن د اتو مليونو وګړو په شاوخوا کې د څښلو اوبو ته لاسرسی نه لري. « د دوومليونو په شاوخوا کې چې ۳۲۰ زره پکې ماشومان دي کاواکه او وږي دي. او له ستومانتيا څخه کړيږي». دامطلب کيونګ څرګند کړ. د ده په خبره اوس د دغه هيواد د۲۲ ولايتونوله جملې څخه په شلو کې جګړه روانه ده. « ۱،۸ مليون ماشومانو ښوونځي خوشي کړي دي او تر جګړې مخکې ۱،۶ مليونه ماشومان ښوونځيو ته نه دي تللي»- دامطلب کانګ څرګند کړ. دده په خبره ۲، ۵ مليونه يمنيان له خپلو کورونو څخه بې ځايه شوي دي او کورنې مهاجر دي. — چې ۴۰۰ زره مهاجر د تايز ولايت منلي دي او وروسته بيا شمالي ولايتونه عمران او خديجه دي. ۱۷۰ زره يمنيان ګاونډيو هېوادونو ته کډوال شوي دي. د ملګرو ملتونو د احصائي له مخې په دغه هېواد کې د مارچ د مياشتي راهيسي بيا د نوامبر تر نيمائي پورې ۵،۸۷۸زره تنه وژل شوي او ۲۷ زره ۸۶۷ تنه نور ټپيان شوي دي