په یمن کې تر ۳۰۰ زره ډير ماشومان له ستړيا څخه زوريږي. دامطلب د ملګرو ملتونو د بشري مرستو منتظم کيونګ کانګ څرګند کړي ديA6C29DAA-98B4-4E12-A7F4-394DB71FBF2D_w640_r1_s.

د ده په خبره د دغه هېواد ټولټال ۷،۶ مليونه وګړي بشري مرستواو خوراکي توکو ته اړتيا لري. د يمن د اتو مليونو وګړو په شاوخوا کې د څښلو اوبو ته لاسرسی نه لري. « د دوومليونو په شاوخوا کې چې ۳۲۰ زره پکې ماشومان دي کاواکه او وږي دي. او له ستومانتيا څخه کړيږي». دامطلب کيونګ څرګند کړ. د ده په خبره اوس د دغه هيواد د۲۲ ولايتونوله جملې څخه په شلو کې جګړه روانه ده. « ۱،۸ مليون ماشومانو ښوونځي خوشي کړي دي او تر جګړې مخکې ۱،۶ مليونه ماشومان ښوونځيو ته نه دي تللي»- دامطلب کانګ څرګند کړ. دده په خبره ۲، ۵ مليونه يمنيان له خپلو کورونو څخه بې ځايه شوي دي او کورنې مهاجر دي. — چې ۴۰۰ زره مهاجر د تايز ولايت منلي دي او وروسته بيا شمالي ولايتونه عمران او خديجه دي. ۱۷۰ زره يمنيان ګاونډيو هېوادونو ته کډوال شوي دي. د ملګرو ملتونو د احصائي له مخې په دغه هېواد کې د مارچ د مياشتي راهيسي بيا د نوامبر تر نيمائي پورې ۵،۸۷۸زره تنه وژل شوي او ۲۷ زره ۸۶۷ تنه نور ټپيان شوي دي

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *