د راتلونکی کال د جنوری په میاشت کی ایران 090357ته، د روسیی د С-۳۰۰PMU-2 په نامه د زینت د توغندیز سیستم لیږدول پیلیږی. په دی هکله خبر د «تاس» خبری آژانس ته په پوځی تخنالوژیکی سیستم کی سرچینی ورکړی دی.

د С-۳۰۰PMU-2سیتم د لومړی برخی ورکړه به د جنوری په میاشت کی پیل شی او د فبروری په میاشت کی به سرته ورسیږی. او دوهمه برخه به ایران د اګست — سپتامبر په میاشت کی تر لاسه کړی.

سرچینی زیاته کړه:« له دی سره به روسیه خپله دنده د С-۳۰۰PMU-2 سیستم په ورکړه کی سرته ورسوی».

د С-۳۰۰PMU-2 د کومپلکس د دوو جزوتامونو بیه ملیارد ډالره ده او سر بیره پر دی، ۸۰ تنه ایرانیان به په دی برخه کی د روسیی په موسسو کی د مای تر میاشتی پوری زده کړی هم وکړی.

د سرچینی په حواله ویل کیږی، چی د سپتامبر په میاشت کی د С-۳۰۰ ډوله توغندیو په هکله نور تړونونه هم لاسلیک شوی دی.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *