داعش د عراق پوځ پر یوه لوی مرکز برید کړی
په عراق کې چارواکي وایي د اسلامي دولت ډلې یا داعش جنیګالیو تکریت ښار ته نژدې د امنیتي ځواکونو پر یو مرکز بریدونه کړي او لږ تر لږه ۱۲ تنه یې وژلي دي.
چارواکي وايي په برید کوونکو کې ځانمرګي او نور وسله وال شامل وو
.
برید په یکشنبې په ورځ وشو او هدف یې هغه پولیس ځواکونه وو چې د پوځ په ځانګړي مرکز کې روزل کېدل.
د ملېشو یو ویاند محمد ال سورجي وویل چې برید ګرو د شپې ناوخته پر مرکز برید وکړ، خو د هغه په خبره ځايي ملېشو بېرته په شا وتنبول.
هغه وویل “پولیسو اووه بریدګر ووژل، خو دریو نورو یې ځانونه والوزول. په ۱۲ وژل شویو کسانو کې درې افسران دي”.
د ښاغلي سورجي په خبره په دغه برید کې ۲۰ نور پولیس ژوبل شوي هم دي.
په سیمې کې نورو امنیتي سرچينو هم د اسوشټیټ پرس خبري اژانس ته د پېښې پخلی کړی دی او داعش یې مسولیت منلی دی.
دغه مرکز د بغداد په ۱۶۰ کیلو مېترۍ کې دی.