عراق: ۴۰ سلنه خاوره د “داعش” ډلې له ولکې وتلې
عراق کې د اسلامی دولت ډلې پر وړاندې د پوځي ايتلاف يوه وياند ويلي، د داعش ډلې څخه يې د عراق هغه ۴۰ سلنه خاوره بېرته نيولي چې وړاندې پرې د دې ډلې ولکه وه.
په بغداد کې خبريالانو ته ډګروال سټیو وارن ويلي، چې “داعش” نومې ډله کمزورې شوې، اوس په دفاعي حالت کې ده او له مې مياشتې يې هېڅ پرمختګ هم نه دی کړی.
دی وايي د سوریې۲۰ سلنه خاوره هم له دغې ډلې پاکه شوې
ده.
په ۲۰۱۴ کال کې “داعش ” نومې ډلې د عراق او سوريې لويه برخه تر ولکې لاندې وه.
د ايتلافي ځواکونو په وينا عراقي ځواکونو، کوردي مليشو، نيمه پوځيانو او ايتلافي بريدونو له امله ۲۰ زره مربع کيلومتره خاوره له “داعش” ډلې بېرته نيولي ده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري د رمادي ښار بېرته نيول د اسلامي دولت نومې ډلې لپاره يوه لويه ماته بللې وه.
تېر کال د عراق له تکريت ښار څخه “داعش” ډلې جنګيالي ايستل شوي وو، خو تراوسه د دې هېواد تر ټولو لوی شمالي ښار موصل تر ولکې لاندې لري.
تېره مياشت د عراق لومړي وزير حیدر العبادي د حکومتي ځواکونو له لوري د رمادي ښار له بېرته نيولو وروسته ويلي وو “داعش” نومې ډله به له “عراق څخه وشړل” شي او د عراق بل لوی ښار موصل د نيولو هوډ يې څرګند کړی و.