د غزني ولايتي شورا غړي د کانکور آزمويني په لړ کي، مرکز ته د ولسواليو پر غځيدلو لارو پر ناامنۍ نيوکه کوي

دوی وايي که چيري ددې لارو امنيت خوندي نشي تر نامالومي مودي به د کانکور آ030C5598-3A53-45F5-B7ED-4501EFFC5E55_mw1024_s_nزموينه وځندوي

د غزني ولايتي شورا غري وايي له دوه اونيو راهيسي د قياق لويه لاره چي پنخه ولسوالي له مرکز سره نشلوي د طالبانو له لوري ترل شوي ده. دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې تر راتلونکو دوه ورځو په دې ولایت کې دکانکور آزموینه په لاره واچول شي. د غزنی ولایتي شورا په دې هکله اندیښنه ښودلې ویلي یې دي که چیرې تر نږدې راتلونکې ددې لارې د امینت په برخه کې کوټلي ګامونه پورته نکړل شي کیدای شي ځینې کسان د کانکور په آزموینه کې له ګډونه بې برخې شي.

بله خوا امنیتي مسولین د قیاق لارې بندیدل رد کړي ویلي یې دي چې تر راتلونکې یوې اونۍ به په دې لارو امنیتي نورې پوستې هم رامنځ ته شي.

دا په داسې حال کې ده چې په کانکور آزموینه کې د شمولیت کارتونه له ننه پیل شوي او ټاکل شوې تر دوه ورځو په دې ولایت کې د کانکور آزموینه واخستل شي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *