د اچین بې پیلوټه برید کې د داعش ۱۷ وسله وال وژل شوي

د ننګرهار   په اچین ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په یوه بې پیلوټه برید کې وروسته له هغه د داعش ۱۷ وسله وال ووژل شول، چې دغې ډلې له اوو طالبانو او د ملي له یو سرتېري سرونه پرې کړي وو.

د اچین ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي عبدالقیوم وویل، چې داعشیانو نن د جمعې تر لمانځه وروسته د پېښې درې د مکتب کلي د یو جومات مخې ته د جمعې تر لمانځه وروسته د طالبانو له اوو غړو

او د ملي اردو له یوه سرتېري په عام محضر کې سرونه پرې کړي وو.

هغه زیاته کړه، چې د داعش وسلوالو ددغه کار نندارې ته د سیمې اوسېدونکي هم راټول شوي وو، چې پر دې مهال د بې پیلوټه الوتکې لخوا هوایي برید ترسره شو.

عبدالقیوم وایي چې په دې برید کې د داعش د ګڼ شمېر وسله والو ترڅنګ یو شمېر ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله ده اوښتې.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي پژواک اژانس ته هوایي برید تایید کړ، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات ورنکړل.

خو ددې ولایت یوې بلې امنیتي سرچینې پژواک ته وویل، چې په دې هوایي برید کې د یوه پاکستاني ډاکټر په ګډون ۱۷ داعشي وسلوال وژل شوي دي.

سرچینې دا ومنل چې تر دې بریده مخکې د داعش وسله والو له اوو طالبانو او د ملي اردو له یوه سرتېري سرونه پرې کړي وو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په دې برید کې دوه ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

یادو وسله والو ډلو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خروج از نسخه موبایل