داعش د عراق موصل ته نږدې اتيا تنه اعدام کړل
داعش د عراق د موصل ښار ته نږدي اتيا تنه ، چې د قانون اجراکونکې مامورين هم پکې شامل ول ، په ډزو سره ووژل. دامطلب د عراق السومرية تلويزونې چينل د خپل خبريال له قوله ورکړی دي.
« د «داعش» وسله والو ۸۰ تنه اعدام کړل چې په دغو کسانو کې پوليس ، پو ځيان چې د دغې ډلې د ايډيالوژۍ سره مخالف ول د نينوا ولايت په مرکز « چې پلاز
مېنه يي موصل دي» د الغزالي په پوځي کمپ کې تيرباران کړي دي » — دامطلب تلويزيون ته ځايي منبع چې د نوم د ښودلو څخه يي ډډه کړي ورکړی دي ، د دغه منبع په قول تر هګرو دغه کسان د جاسوسۍ او د دولت سره د همکارۍ په تور اعدام کړل.
د عراق د و هم لوی ښار موصل په ۲۰۱۴ کال د جون پر لسمه نيټه د مقاومت پرته د «اسلامي دولت» لاسته ورغي. دعراق صدراعظم حيدر العبادي ویلي دي، چې د موصل ښار به د وسله والو کسانو څخه وروسټه له هغې، چې په الرمادي کې پوځي عمليات په بشپړه توګه پای ته ورسيږي، ازاد کړي.