هلمند كې د كومانډو ځواكونو عمليات، ۶ مخالفين مړه، ۳ د ماينونو فابريكې كشف په هلمند ولايت كې كومانډو ځواكونو شپږ وسله وال طالبان وژلي او د ماين جوړونې درې فابريكې يې له منځه وړي دي0,,18438490_303,00 .

د هلمند ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، كومانډو ځواكونو تېره شپه د نهرسراج ولسوالۍ په حيدر اباد سيمه کې د وسله والو طالبانو پر يوه مرکز چاپه وهلې، چې په ترڅ كې يې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ژوندي نيول شوي دي.

د سرچينې په وينا، په همدې مهال يادو ځواكونو د وسله والو طالبانو د ماين جوړونې درې فابريكې هم له منځه وړي دي.

سرچينه زياتوي، چې طالبانو له دغو فابريكو څخه په زياته اندازه ماينونه لاسته راوړل.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا لومړى ځل نه دى، چې امنيتي ځواکونه شپني عمليات کوي، بلکې تردې وړاندې يې هم د هلمند ولايت په بېلابېلو سيمو كې د وسله والو مخالفينو پټنځايونه او مرکزونه په نښه کړې او ورته يې درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *