بارک اوباما د ترهگرو پر له منځه وړولو ټينگار کړی
د امريکا ولسمشر بارک اوباما ددې هيواد په کنگره کې د خبرو پر مهال د داعش او القاعدې په گډون د ترهگرو پر له منځه وړولو ټينگار کړی ويلي يي دي داعش او القاعده د نړۍ او امريکا د امنيت پر وړاندي لوی گواښونه دي او ددوی له منځه وړل د سپيني ماڼۍ د سياست له لومړيتوبونو څخه شميرل کيږي
د امریکا ولسمشر بارک اوباما ددې هیواد په کنګره کې د خپلې وروستۍ وینا پر مهال د ترهګریزو ډلو په له منځه وړلو ټینګار وکړ. اوباما
القاعده او داعش د نړۍ او امریکا د امینت پر وړاندې لوی ګواښونه ښ،دلي او ددې ډلې د جرړو په له منځه وړلو یې ټینګار کړی دی.
باراک اوباما/ “القاعده او داعش دواړه وسله والې ډلې د امریکا او نړۍ د امینت پر وړاندې لوی ګواښونه دي په ننۍ نړۍ کې حتی یو موټۍ ترهګر چې دوی د انسانانو ژوند لږ اهمیت هم نلري کولای شي ضرر ورسوي.
دوی د انټرنیټ له لارې زمونږ د هیوادوالو افکار مسموموي ددوی کړنې د ملګرو هیوادونو ترمنخ واټن رامنځ ته کوي او مونږ باید ددوی پر وړاندې ګام پورته کړو.” اوباما زیاته کړې، په تیر یوه کال کې د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف د داعش په مرکزونو، روزنیزو سیمو نفتی او د وسلو پر ساتنځایونو له لسو زرو ډير عملیات تر سره کړي دي. ده د دونالد ترمپ څرګندونو ته په نغوتې سره ویلي: مسلمانانو او اسلام ته سپکاوی د امریکا امنیت نشی خندي کولای
باراک اوباما/ “مونږ د نژاد او مذهب پر وړاندیز د سیاست ردولو ته اړتیا لرو دا سیاست باید اصلاح شي. مونږ باید په دې هکله فکر وکړو چې څه شی مونږ ځواکمن کولای شي. نړیوال ددې لپاره زمونږ درنښت نکوي چې مونږ لوی ځواکمن هیواد یو بکلې ددې لپاره زمونږ درنښت کوي چې ټولنه مو پرانستلې په مذهبونو کې مو انډول رامنځ ته کړی او هر ډول مذهب ته درنښت لرو.” …….
“کله چې په زمونږ په هیواد کې د ننه او یا بهر مسلمانانو ه سپکاوی کوي، او یا هم جومات ته، نشي کولای مونږ مصون کړي. دا غلط کار دی او مونږ د نړیوالو پر وړاندې سپکوي او موخو ته په رسیدو کې مو ستونزې را منځ ته کوي.”
د امریکا ولسمشر په ډې وینا کې د خپل حکومت له کړنو په دفاع سره، د امریکا په روغتیایي برخو کې سمون ته نغوته وکړه او دا یې د خپل حکومت لویه لاسته راوړنه وښوده. ده ویلي: امریکا د نړۍ په کچه تر ټول ځواکمن او تل پاتې اقتصاد لري. ده له ایران سره د اټومي پلان په هکله ویلي دا هوکړه د امریکا په بهرني سیاست کې یو مهم پورته شوی ګام دی. له دې سره ده په راتلونکې کال کې د ګوانتانامو بندخونې تړل کیدل په قضایي نظام کې د سمون راوستل له جرایمو سره مبارزه د داعش پر وړاندې له زوره کار اخستل او پر کیوبا د بندیزونو لرې کول پلانونه وښودل.