پاکستان کله چې رامنځ ته شوې دافغانستان پر وړاندې یې ډیری ستوزې47922997-game1 رامنځ ته کړي دي او له بلې خوا له هندوستان سره په کشمیر کې هم دګډ پولو پر سره جنجال لري.

دپاکستان جنجالي پولې یواځې له هند سره پایته نه رسیږي او ستونزې هم دافغانستان په ګاوڼډیتوب کې هم لیدل کیږي چې یویې د دیورند ګډې پولي دي چې دا دپاکستان یوه ښکارنده لاسوهنه زمونږ په هیواد کې ده

دپاکستان او هند تر منځ دکشمیر له امله ستوزې له یوې خوا د هند عام المنفعه اقتصادي برنامې په افغانستان کی او له بلې خوا اسلام آباد په افغانستان کې دهند دډیر نفوذ په اړه یې هم اندیښنې مخمکې له مخکې راپارولي دي

په همدې حال کې پاکستان د طالبانو او دیو شمیر نورو ترهګرو نه ملاټر کوي چې له هر برید وروسته زمونږ ټولې کتنې او فکرونه ناځاپه پاکستان په لور غځیږي

اوله بلې خوا په هیوادکې ددولتي ودانیو روغول، په هیواد کې اقتصادي پروژې، دبنسټیزو جوړلول په هیواد کې دهند داکارونه زمونږ هیواد دهند په لور روانه وي

خو دا وینا وې افغانستان ددوو هیوادونو دکټو ترمنځ شتون لري چې ډیری ستونزې ددې ناحیې دددو هیوادونو له خوا افغانستان ته رسیږي چې ډیری ستونزې له اسلام آباد ځخه رامنځ ته کیږي

په دې وروستیو کې ددواړو هیوادونو داستخباراتي سازمان له لوري دا تګلاره لیدل کیږي تیره اونۍ د هندوستان کنسولګرۍ په مزارشریف کې دترهګرو تر ډله ایز برید لاندې راغلل.

دا نښتې او بریدونه تر ۲۴ ساعتونو پورې دوام درلود چې له هغه وروسته هم ویل کیدل چې شپږ ترهګر له پښو وغورځول شول او په اجتماعي پاڼوکې هم له برید ځخه انځورونه خپاره شوي دي چې دا ښایې چې برید کونکې په اردو ژبې باندې خبرې کولې او همدارنګه په اردو ژبې باندې په دیوارونو باندی یې لیکونه لیکلي دي

دې بریدونو بیا هم پامونو په اسلام آباد په لور واړوو ویل کیږي چې ټاکل شوې چې دا هیواد تل د افغانستان سولې په اړه دخپلو خبرو او وعدو پرخلاف عمل کوي او دخپلو منافعو په لټه کې دي

خو چی اوس یوه اونی ددې برید ځخه تیریږي چې نن دمرغومې ۲۳ ده په جلا آباد کې د پاکستان پرکنسولګرۍ باندې برید ترسره شو که ځه هم دا برید دهندوستان پرکنسولګرۍ باندې ډیره نه وه خو دی داسې یوې هیواد یو بنسټ یې په نښه کړی چې دپاکستان بر خلافه وو

د پاکستان پر کنسولګرۍ برید له ددو خواو اهمیت او دتامل وړ ده لومړۍ دا چې دا برید دهندوستان له لوري په لاره اچول شوې وه چې ددې هیواد پر کنسولګرۍ په مزار شریف کې د برید پر جبران باندې یې په لاره اچولې وه

دوهم دا چې دا برید د پاکستان داستخباراتي کړۍ له خو دهند له لوري د ذهنونو دبدلو پخاطر په لاره اچولې وه اوس که لومړي برخې ته لارسرسی وي دافغانستان لپاره دسختې نیابتي جګړیې ښکارنده وی لري چې په ټولو جګړو کې نظامي او ملکي کسان وګړي قربانیان کیږي

دهند پرکنسولګرۍ برید وروسته همدارنګه دلویدځ ډیری شمیر کارپوهان او رسنۍ هم په افغانستان دنوي دهلي او پاکستان دنیابتي جګړې په اړه اندیښه کړې

دا اندیښنې په دننه کې هم شتون درلود اوملي شورا په هیواد کې دنیابتي جګړې په اړه ځوځلې اندیښنې کړي دي او دا برخه یې دډیرې ځیړنې وړ ښودلې ده او په هیواد کې له ښکلیو خواو غوښتي چې افغانستان دی دخپلو ګټو ته درسیدو مرکز په توګه ونه ټاکي او ترې کار وانه خلي

په نیابتي جګړه کې دا هیواد تل دقربانیانو شاهد وو او هغه هیوادونه چې ځانګړي موخې لري دخپلو موخو دتر لاسه کولو په لټه کي دي اصلا ددې هیواد دقربانیانو په فکر کې نه دی له دې امله چې ددوي ځخه قربانیان نه اخستل کیږي

دا ویناوې داسې وخت کې رنګ اخلي چې دهند لومړی وزیر نارندرا مودي په کابل کې د ملي شورا دنوي ودانۍ په پرانستلوکې ویلي وو چې افغانستان هغه مهال کولۍ شې چې موفقیت تر لاسه کړي چې د ټولو ګانوډیو هیوادو ملاتړ تر لاسه کړي اوهیله لرم چې پاکستان دافغانستان او جنوبي آسیا ترمنځ یوې پولې ته اړ شي

په زړه پورې خو داده چی ډیری ځانمرګی او ترهګر دافغاستان وګړی اواوسیدونکی دی چی دسیمی هیوادونو د استخباراتی کړیو تر ځار لاندی نیول کیږی تر ځو خپلو اهدافو ته ورسیږی اوهمدارنګه ددی بریدونو قربانیا دافغانستان د ولایاتو داوسیدونکو وګړی دی. دی ته په کتوسره افغانستان باید خپل بهرینی سییاست کی داسی یو بدلون رامنځ ته کړی چی له سیمه ایزو اونړیوالو هیوادونو سره ځانګړی اړیکی رامنځ ته کړی

چی پوه کړی چی په دی هیواد کی دی دنیابتی جګړی مخه ونسی ترځو ددی جکړی اونارامی دسیمی نورو هیوادنو ته ونه غځیږی

خو کله چی دوهمه برخه وی تر ټولو خطرناکه موضوع ده چی له دی سره اسلام آباد دخپلی جوړی شوی اهدافو ته په رسیدو سره غواړی چی دافغانستان او دنوی دهلی تر منځ د اړیکو دخرابوالی په موخه په ترهګریزو بریدونو باندی لاس پوری کوی

کومه موضوع چی دتیری په ځیر ددهلی خشم د راپاریدو لامل وګرځی

همدا د دهلی او پاکستان نیابتی جګړی دی چی دی همدی لامل کرځیدلی چی ډیری ځوانان دامنیت د نشتون او دکار دنشتون له امله خپل هیواد پریږدی او همدارنګه اجتماعی ځواک مخ په کمښت دی

په هر حال په افغانستان کی دسولی دټینګښت دراوستلو یوی ښه لاری ته مهم امر شتون لری چی پاکستان اوهند په ګډه د سولی پړاو ته پاملرنه وکړی او ددی ځخه ملاتړ وکړی

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *