جبیر په یمن کې په پوځي مرکزونو کې پر امریکایي او بریتانوي افسرانو پر شتون ټینګار کړی دی
جبیر په یمن کې په پوځي مرکزونو کې پر امریکایي او بریتانوي افسرانو پر شتون ټینګار کړی دی
د عربستان بهرنیو چارو وزیر عادالجبیر له خپل بریتانوې سیال سره له ګدې خبرې ناستې وروسته چې د ده امریکایي سیال جان کري په ګډون ترسره شوې، د یمن په پوځي مرکزون وکې د دواړو هیوادونو د افسرانو پر ګډون ټینګار کړی دی ویلي یې دي چې ددې نوم لړ له مخې باید په دې مرکزونو کې امریکایي او بریتانوې افسرانو شمیره لوړه کړل شي. ده زیاته کړې: عربستان پّ یمن کې د هوایي بریدونو د اغیزو په هکله د پټونې لپاره څه نلري. ده ویلي د یمن په پوځي مرکزون کې امریکایي، بریتانوې او د نورو هیوادونو افسران شتون لر
ي او دوی په دې پوهیږې چې مونږ څخه کوو کومې موخې لرو او څه باید وکړو.
د ګارډین ورځپاڼې د ریپوټ له مخې: الجبیر له دې سره چې دا پوځي څارونکي د نقشې په رامڼخ ته کولو کې کوم رول نلري زیاته کړې: مونږ نوم لړ او نقشه رامنځ ته کوو نه دوی، خو پّ کره توګه دا نه پوهیږو چې دوبه د عملیاتو پّ کومه برخه کې له مونږ سره مرسته کوي خو هغه څه چې اړینه ده داده چې دوی زمونږ له پلانونو خبر دي.
الجبیر په یمن کې د ملکیانو د نښه کیدو په هکله د بریانوې خپل سیال سره په خبرو کې د یو شمیر هیوادونو د چارواکیو خوښی ته په نغوتې سره چې پّ دې وروستیو کې په پارلمان کې ویلي: ” برتیانوي افسران د سعودي عربستان له پوځیانو سره پّ دې هکله کره کتنه لري چې باید نړیوال قوانین تر پښو لاندې نشي”
ده ویلي: تر اوسه داسې هیځ یو اسناد او لاسوندونه چې له نړیوالو قوانینو سرغړونه شوې وې شتون نلري.
په همدي توګه ګارډین ورځپانې داسې یوه پوښتنه وړاندې کړې چې د ځواب پّ هکله یې مالومات شتون نلري لیکلي: بریتانوي ځواکونه د کوم قومندان ترقوماندې لاندې فعالیت کوي؟ بریتانوي قومندان که عربي؟
آیا دوی له هماغه څلور نوي سرتیرو څخه شمیرل کیږي چې د دفاع وزیر په ګډو وډو خبرو کې له ایتلاف سره ددوی د یوځای کیدو په کله ویل شوي او دې ته نغوته شوې ده؟
بریتانوي وزیران ددوی د ندو په تصویب کې څه رول درلود؟
ګارډین په پای کې لیکلي: دا د بریتانوي وګړو حق دی چې ددې پوښتنو ځواب دوی ته وویل شي.