د کابل په برید کې د موبي ګروپ ۷ کارکوونکي ووژل شول
طلوع تلویزیون چې له موبي ګروپ سره تړلی دی پخوا د طالبانو لخوا ګواښول شوی و.
په کابل کې د چهارشنبې د ورځې د ماښام برید د دارالامان پر سړک د روسیې سفارت سره نږدې شوی دی
د کابل په ځانمرګي برید کې د موبي ګروپ ۷ کارکوونکي ووژل شول او څلو نور ټپیان شوي دي. موبي ګروپ د رسنیو لوی شرکت دی چې د طلوع، لمر او طلوع نیوز د ټلویزونون
و سربیره د آرمان او اراکوزیا راډیوګانۍ او ځيني نورې رسنۍ هم ورسره تړلي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د عامه اړیکو او خپرونو رئیس محمد اسماعیل کاووسي امریکا غږ ته وویل چې ۶ مړي او ۲۹ ټپیان د پیښې له ځایه روغتون ته وړل شوي دي.
برید د ماښام شپږ بجې شاوخوا د کابل د دارلامان پر سړک هغه مهال وشو چې د موبي ګروپ کارکوونکي په یوه کاسټر بس کې سپاره وه.
تر اوسه د وژل شوو نومونه او کاري هویت ندی په ډاګه شوی.
تر دې دمه هیڅ ډلې د دغه برید پړه پغاړه نده اخیستې خو طالبانو تیر کال د طلوع تلویزیون چلوونکي په مرګ وګواښول.