پخوانى طالب چارواکى ملا اغاجان معتصم د سولې په تړاو پيل شوې هڅې ښه اقدام بولي او وايي، له دې څخه دې د قضيې ټول اړخونه مناسبه او زياته ګټه واخلي.

نوموړي دغه څرګندونې، په هغې ليکنه کې کړي چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته رسېدلې ده.

ويل کېږي چې ملا معتصم د طالبانو د مشر ملا عمر له نږدې خپلوانو څخه و او د هغوى د واکمنۍ پر مهال د ماليې وزير او د طالبانو د ډلې د سياسي شورا مشر و.

هغه په هېواد کې د سولې د ټينګښت او جګړو او شخړو د پاى ته رسېدو لپاره د سولې پر روانو هڅو خوښي ښودلې او هيله يې څرګنده کړې، چې دا هلې ځلې د هېواد او ولس په ګټه تمامې شي، د اغاجانافغانستان له ملي او اسلامي مصالحو او ارزښتونو سره سمې سرته ورسېږي او له هېواده د شخړو، مخالفتونو او جګړو لمنه د تل لپاره ټوله شي.

شاوخوا دوه مياشتې مخکې په اسلام اباد کې د اسيا زړه کنفرانس په څنډه کې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا تر منځ د افغان سولې پروسې د بيا پيلېدو پرېکړه وشوه. د دې څلور اړخيزې غونډې لومړۍ ناسته د مرغومي په ١٨مه په اسلام اباد کې او دويمه يې د مرغومي په ٢٨مه په کابل کې ترسره شوه. د دې غونډو له جوړولو څخه يې موخه له وسله والو طالبانو سره د سولې د دويم پړاو لپاره د ميکانيزم او لارې نقشې جوړول دي. د کابل په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې درېيمه غونډه به د سلواغې په ١٧مه په اسلام اباد کې جوړېږي.

دى وايي: “په هېواد کې د سراسري سولې د ټینګښت لپاره چې کومې هڅې پیل شوې، دا موږ یو ښه اقدام ګڼو او که په صادقانه او مخلصانه ډول پر مخ یوړل شي، ډېر امېد شته چې ښې پایلې به ولري.”

د ده په وينا، د سولې په روانو غونډو کې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا د استازو برخه لرل، د دې غونډو اغېزمنتيا او د برياليتوب چانس تر نورو غونډو ډېر زيات کړى دى.

نوموړى زياتوي: “داسي ښکاري چې نړیواله ټولنه اوس مصممه ده او اراده لري، چې نور باید په افغانستان کې شخړو او جګړو ته د پای ټکی کېښودل شي او ټول افغانان خپلې ستونزې د تاوتریخوالي پر ځای د ډيالوګ او خبرو له لارې حل کړي.”

معتصم وايي، که څه هم چې تر اوسه پورې د اسلام اباد او کابل د غونډو جزئیات نه دي را څرګند شوي، خو په مجموع کې ويلای شي چې د روانو غونډو اساسي موضوع او اجنډا په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګښت او له طالبانو سره د مخامخ خبرو په څرنګوالي متمرکزه ده.

ياد شوي پخواني طالب چارواکي وړانديز کړى، چې د سولې په روانو کوښښونو کې دې د جګړې پر لاملونو بنسټيز غور وشي او د هغو د له منځه وړلو لپاره لازم اجراات وشي، چې دا به د دغه سوله ييز بهير او لړۍ د برياليتوب لپاره تر ټولو اغېزمن ګام وي.

هغه زياته کړې، د افغانستان د لانجې ټول اړخونه باید د نړیوالو له لوري دغه سوله ییزې هڅې او کوښښونه د خپل ځان، ولس او هېواد لپاره یو ښه چانس او فرصت وګڼي او ور څخه پر خپل وخت ډېره او مثبته استفاده وکړي .

د ده په خبره، که د افغان لانجې اړوند او ښکېل لوري دا چانسونه او فرصتونه بیا هم غیر مهم وبولي او د تېرو وختونو په څېر یې هسې تېر او ضايع کړي، بیا به خدای مه کړه په هېواد کې کورنۍ جګړې پیل او د تېرو کلونو په څېر به په هر ولایت او سیمه کې زورواکي او جګړه ماران واکمن وي.

ملا اغاجان معتصم ويلي، د افغانستان د روان کړکېچ متقابل او ښکېل لوري نور بايد ډېر فکر او پام وکړي او په جاري مذاکراتو کې په ډېر احتياط سره خپل ګامونه د هېواد او ولس د عمومي ګټو او ملي منافعو پربنسټ اوچت کړي.

نوموړى زياتوي، د سولې روانې هڅې بايد افغانان د خپل ځان لپاره یو ښه چانس او مناسب فرصت وبولي او د قضیې ټول اړخونه ترې مناسبه او زياته استفاده وکړي .

دى وايي: “نور زیات د هر لوري له جانبه له افغان قضيی سره بې پروايې کول، داسې مثال لري، لکه خپل ځان او خپل ولس چې د هلاکت او تباهي کندې او کوهي ته ور غورځوي.”

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *