امریکا او ملګري یې د داعش د له منځه وړلو هڅې زیاتوي
امریکا د دفاع وزیر د فرانسې د دفاع د وزیر سره په پاریس کېد امریکا د دفاع وزیر د فرانسې د دفاع د وزیر سره په پاریس کې
د امریکا د دفاع وزیر او د امریکا په مشرۍ د ایتلاف د هیوادونو د دفاع شپږو وزیرانو د چهارشنبې په ورځ په پاریس کې موافقه وکړه چې د داعش په ضد به پو
ځي هلوځلو ته زور ورکوي.
کارټر وویل «موږ موافقه وکړه چې هڅې باید زیاتې شي.» هغه زیاته کړه چې توجه باید چې د داعش څخه د لویو ښارونو نیولو ته وشي.
د فرانسې د دفاع وزیر د کارټر سره موافقه وکړه چې اوس یې وخت دی چې د داعش د ماتولو لپاره باید هڅې چټکې شي.
په پاریس کې د چهارشنبې په ورځ د امریکا، فرانسې، استرالیا، بریتانیې، جرمني، ایټالیې او هالنډ د دفاع وزیرانو برخه اخیستې وه.
کارټر دا هم وویل چې د داعش په له منځه وړلو کې د سیمې د عربو هیوادونو نقش هم مهم دی.
خو د امریکا د ستراتیژۍ منتقدین وايي چېد داعش د له منځه وړلو لپاره د امریکا
ستراتیژي کمزوره ده. په منتقدینو کې د امریکا د کانګرس ځینې غړي هم شامل دي.
د امریکا د کانګرس یو شمیر غړو خو غوښتنه کړې ده چې عراق ته دې بیرته امریکايي عسکر واستول شي خو ولسمشر اوباما ویلي دي چې دا کار به و نه کړي.