داسرایلو کنست د داسې یوه اساسي قانون د رامنځ ته کیدو په څیړنه بوخت دی چې له مخې به یې پّ اسرایلو کې ټول جوماتونه تعطیل شي او په دې سیمه کې به مسلمانان د جومات له درلودلو بې برخې شي05-DAJJAL-PALACE.

د تل آویو ټایمز خبري آژانس د ریپوټ له مخې، ددې پلان له مخې چې د بتصال سموتریچ چې د یهودي کورنیو غړي دي رامنځ ته شوی او د لیکود، بیتنا او کولانو ګوندونو د غړيو له لوري لاسلیک شوي دي، که چیرې دا قانون تصویب شي ترڅو د اسرایلو په خاوره کې د مسلمانانو جوماتونه بند شي او پر دوی به د جوماتونو هوساینه په بشپړه توګه بند شي.

سموتریچ د خپلو خبرو په وروستیو کې ویلي: مونږ به اجازه ورنکړو چې له جوماتونو د اسرایلو پر ضد د مخالفتونو مرکزونو په توګه کار واخستل شي او اوس هغه مهال را رسیدلی چې په اسرایلو کې د مسلمانانو جوماتونه بند کړل شي.

ده زیاته کړې: مونږ باید د جهاد جرړې وچېکړو نه دا چې ددوی پر کړنو نیوکې وشي او ددوی پر وړاندې مبارزه وشي او اوس هغه مهال را رسیدلی چې د ټولنې غوښتنې پلې کړو.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *