دا پیښه د گرشک او موسی قلعه د ولسوالیو د سیمنار په سیمه کې پیښه شوې ده.

د هلمند ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، تیر ماښام د دغه ولایت د ګرشک او موسی کلا ولسوالیو تر منځ د سيمنار دښتې په سیمه کې د افغان وسله‌وال پوځ د ۲۱۵ میوند قول اردو د درېمې لو60d6b4bd97ad5c91066bc352fdb89209_XLا قوماندان جنرال عطامیر آګاه د ماین په چاودنه کې وژل شوی او څلور ملګري یې ټپيان شوي دي.

د ګرشک ولسوال شریف خان وویل، چې جنرال عطا میر آګاه هغه مهال ووژل شو، چې د ګرشک او موسی کلا ولسوالیو تر منځ سیمه کې د ملي اردو پر یو کمپ د حکومت وسله‌والو مخالفینو برید کړی وو.

د ګرشک ولسوال وویل، جنرال آګاه د افغان امنیتي ځواکونو د مرستې لپاره د پېښې د ځای په لور روان وو چې موټر یې د سړک غاړې پر یو ښخ شوي ماین وربرابر شو.

د ۲۱۵ میوند قول اردو یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، د سيمنار دښتې په سیمه کې د حکومت وسله‌والو مخالفینو په یو بل برید کې د ملي اردو ۱۶ سرتیري وژل شوي او ۹ نور لادرکه دي.

سرچینې وویل دا شمیر سرتیري د جنرال عطامیر آګاه جنازه له سیمې څخه لیږدوله چې وسله‌ والو ورباندې برید وکړ.

نه افغان امنیتي چارواکو او نه هم وسله‌ والو طالبانو تر اوسه رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *