د جنوبي کوریا مشرتابه هوډ کړی، چې د یو نیم کال په اوږدو کې خپله اټومي وسله جوړه کړي. دغه خبره د جنوبي کوریا د واکمن ګوند «سېنوري» د پارلماني فرکسیون مشر وون یو چخول د خپلې وینا په ترڅ کې په لوړ غږ وکړه.

وون یو چخول د خپلې اټومي وسلې د لرلو اړتیا ته د بنسټ ورکولو په ترڅ کې وویل، چې هو، امریکا متحد ایالتونه کولای شي چې جنوبي کوریا تر خپل اټومي ضد چترۍ لاندې ونیسي، خو د جنوبي کوریا پارلمان غواړي چې د اټومي باران پر ضد خپل بالاپوښ ولري او دېته اړ نه وي، چې له ګاونډي نه چتري راپور کړي2۲۲۲۲۲.

د روسیې یو کارپوه، د روسیې د پوهنو اکاډیمۍ د اقتصاد انستیتوت د کوریا پروګرام مشر ګیورګي تولورایه په همدې تړاو د دې یادونه کوي، چې جنوبي کوریا ان د تېرې پېړۍ له ۶۰-مو کالونو راهیسې د خپلې اټومي وسلې د جوړولو پلانونه لرل، خو دغه پلانونه د جنوبي کوریا د همغه وخت د مشرانو لپاره په ښه نه تمامېدل. ګیورګي تولورایه په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې زیاتوي:

«په ۱۹۶۰-مو کالونو کې د جنوبي کوریا د اوسمهالیز دولت بنسټ اېښودونکي او ولسمشر پک چون حي هڅه وکړه، چې له امریکا متحدو ایالتونو یو څه خپلواک شي. خو ترهغه وروسته، چې د ۱۹۷۰-مو کالونو په سر کې د امریکا متحدو ایالتونو د همغه وخت ولسمشر نیکسن چین ته سفر وکړ او د امریکا متحدو ایالتونو او چین په اړیکو کې خړپړتیا کمه شوه، سیول دېته په اندېښنه کې شو، چې کېدای شي امریکایي دوستان جنوبې کوریا ګوښې پرېږدي، نو د جنوبي کوریا له مشرانو سره د خپلې اټومي وسلې د لرلو فکر نور هم پیاوړی شو. او د جنوبي کوریا ولسمشر د اټومي وسلې د جوړولو په لاره کې کارونه ګړندي کړل. وایي چې پک چون حي په ۱۹۷۸ کال کې خپل یوه مامور ته په پټه حتا دا هم وویل، چې د ۱۹۸۰-یم کال په جشني پرېټ کې به جنوبي کوریا وکړای شي، چې جوړ شوی اټومي بم نړیوالو ته وښیي. خو له دغې پېښې لږه موده وروسته پک چون حي ووژل شو. او دغه کار د ده د ځان ساتي کنډک مشر وکړ. د دسیسو د تیورۍ پلویانو په همغه وخت کې ویل، چې د دغې پېښې د پېښېدا علت دا وو، چې د اټومي وسلې د جوړوو په لاره کې د پک چون حي هلې ځلې د امریکایانو بیخي نه خوښېدې. هغه مهال چې په ۱۹۹۰-یمو کالونو کې د کوریا ولسي دیموکراتیک جمهوریت د اټومي وسلې د جوړولو پر لاره تلل پیل کړل، سیول بیا دېته وهڅېده، چې خپل اټومي بم لاسته راوړي. دغه هدف ته د رسېدو په موخه جنوبې کوریا په ډېرو پټو شرایطو کې د وسلو د پلوتونیوم د لاسته راوړلو د تکنالوژیو د جوړولو ازمایښتونو ته دوام ورکړ. خو سیول، ډېر ژر د چا خبره بالفعل ونېول شو، او جنوبي کوریا دېته اړ شوه، چې د اټومي وسلې د جوړولو له کارونو لاس واخلي».

د روسیې یو پوځي کارپوه ولادیمیر ېفسېېف په همدې تړاو د غږېدو په ترڅ کې وایي: همدې ټولو ته په کتو، د وون یو چخول له ډېرو زړورو اعلامیو سره سره، جنوبي کوریا د خپلې اټومي وسلې له جوړولو ډېره لرې ده. پوځي کارپوه ولادیمیر ېفسېېف زیاتوي:

«په اوسني وخت کې د جنوبي کوریا په خاوره کې د اټومي وسلې د جوړولو لپاره اړینې کیلییزې کړۍ، چې د یورانیو د غني کولو فابرېکې دي، نشته. او د دغو فابریکو جوړول یوڅو کاله وخت نیسي. سربېره پر همدې اړونده تکنالوژۍ هم باید ورته جوړې شي. د ساري په توګه د تودوخیزې خپرېدا په میتود د یورانیومو د غني کولو او وروسته د وسلې په یورانیومو د هغو د اړولو تکنالوژي باید جوړه شي. او اټومي بم هم له همدغو یورانیومو جوړیږي. د اټومي وسلې د جوړولو یوه بله لاره هم شته: او هغه د وسلو د پلوتونیوم پر بنسټ د اټومي بم جوړول دي. او دغه پلوتونیوم یا د ګازي ګرافیتو د ریاکتور په مرسته جوړیږي، لکه په شمالي کوریا کې او یا د درندو اوبو د ریاکتور په مرسته، لکه په روسیه کې. خو د دغه ډول ریاکتورونو جوړول هم وخت غواړي. له همدې ټولو دا پایله اخېستلای شو، چې جنوبي کوریا ته د اټومي بم د جوړولو لپاره لږ تر لږه پینځه کاله وخت په کار دی. او یو څه وخت خو به پر دې هم تېر شي، چې دغه اټومي بم د بشپړ ارزښته اټومي ګولۍ حد ته ورسول شي او بشپړ کړای شي ».

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *