ترکيې له امريکا غوښتي ترځو له هر دول قيد او شرط پرته د سوريې کردانو پر وړاندي د جگړې په هکله له دوی څخه ملاتړ وکړي
ترکيې له امريکا غوښتي ترځو له هر دول قيد او شرط پرته د سوريې کردانو پر وړاندي د جگړې په هکله له دوی څخه ملاتړ وکړي
دا غوښتنه په انقره کي د تيرې اونۍ له خونړۍ چاودني وروسته شوي ده خو امريکا د سوريي کردان ترهگر نه بولي او د داعش پر وړاندې په جگړه کي له دوي
څخه ملاتړ کوي
د ترکیې لومړي وزیر په انقره کې په یوه خبرې ناسته کې له دوی ځخه له کوم قید او شرط پرته د امریکا د ملاتړ غوښتنه کړې ده. ده په دې خبري ناسته کې ویلي: ترکیه له امریکا د یوه خپل ملګري هیواد په توګه دا تمه لري او امریکا باید د ترکیې پر وړاندې ګواښ د خپل هیواد پر وړاندې ګواش وګڼي.
احمد داود اوغلو/ ” کله چې مونږ ددوی پر وړاندې ګواښ خپل ګواښ ښودلی. که چیرې مونږ له دوی سره په افغانستان کې ځنګ پرځنګ ولاړ یو. له ددوی څخه هم دا تمه لرو چې د ترکیې پر وړاندې د ګواښ په تړاو له هیڅ ډول شرط او قید وړاندې کولو پرته له مونږ سره ودریږي. له دوی څخه زمونږ یواځینی تمه داده چې د هغه دولو پر وړاندې د له مونږه ملاتړ وکړي کوم چې زمونږ سره په جګړه بوختې دي.” د تیرې اونۍ چهارشنبه په ورځ په انقره کې د چاودنې له کبله اته ویشت کسان ووژل شول. ددې پیښې پړه د کردستان د خپلواکۍ بازانو ډلې پر غاړه اخستې ده چې د ترکې یوه بیلتون غوښتونکي ډله ښودل کیږي. خو د ترکیې لومړي وزیر په دې پیښه کې د ترکیې او سوریې کردان په لاس لرلو تورن کړي دي او ترکیه هغه ډله چې مسولیت یې پر غاړه اخستی ترهګریزه نه بولي. همدارانګه امریکا له ترکیې غوښتي ترڅو په سوریه کې د کردانو پر وړاندې خپل بریدونه پای ته ورسوي . احمد داوود اغلو ویلي: د کردستان د خپلواکی بازانو ډلې له دې امله چې سوریي کردانو د بدنامولو مخنیوی یې کړی وي د انقرې د برید پړه منلې ده.