ويکې لکس: NSA د بان کي مون، میرکل، برلسکوني او سارکوزي خبري ثبت کړي وو
ويکې لکس: NSA د بان کي مون، میرکل، برلسکوني او سارکوزي خبري ثبت کړي وو
د ويکې لکس سايټ چې دامريکا متحده ايالاتو د استخباراتو په افشا کولو کې ځانګړی شهرت ترلاسه کړي، دسیشنبی په ورځ يي د يوبل محرم سند د افشا کولو څخه پرده پورته کړه. ددغه سند افشا کيدل د دې شاهدي ورکوي چې دامريکا متحد ايالاتو د ملي امنيت ادارې
NSA د نړۍ د مهمو مشرانو خبري اوريدلي او ثبت کړي دي.
د ويکې ليکس د معلوماتو له مخې چې د NSA څارګره ادارې د بان کې مون او د المان د صدراعظمي انګلا مرکل ، د اسرائيل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو او د ايټاليا پخواني صدراعظم سیلویو برلسکوني، او همداراز د فرانسي د ولسمشر نیکولاس سرکوزي، مېرکل او برلسکوني ترمنځ خبرو اترو ته غوږ نيولی او ثبت کړي دي. د دې ترڅنګ د اروپايي ټولني د سوداګرۍ د وزيرانو او د جاپان ترمنخ د سوداګرۍ نړيوال سازمان په اړه خبري اتري هم ٍثبت شوي دي.
د ویکې ليکس د معلوماتو پر اساس د ملګرو ملتونو د عمومي مشي او انګلا مرکل د خبرو اترو په لړ کې د اقليم د بدلون پر ضد د مبارزي په اړه خبري شوي وو. نتنیاهو برلسکوني نه وغوښتل ، چې دامريکا د ولسمشر بارک اوباماسره د دده د تماس په ټينګولوکې مرسته و کړي. سارکوزي برلسکوني ته د ایټالیا د خراب اقتصادپه اړه خبرداری ور کړی و.