روسیي رسنیو د وسله والو له لوري د اوربند منل کیدو اړوند اسنادو متن خپور کړی دی

روسیي رسنیو د وسله والو له لوري د اوربند منل کیدو اړوند اسنادو متن خپور کړی دی

د تیرې اونۍ سه شنبه په ورځ امریکا او روسیې د نړیوالو ډلو په ملاتړ یوه ګډه وینا پاڼه خپره کړه چې په لړ کې یې د ټولو وسله والو ډلو پر یوځای کیدو ټینګار شوی دی. ددې وینا پاڼې له مخې هغه وسله والې دلې چې په سوریه کې د دولت له سرتیرو سره په نښتو بوختې دي د جمهې ورځې تر ددولسو بجو کې له دې لیکنې سره هوکړه اعلان کړي که نه نو له دې مودې وروسته په هغه ډلو کې نه راځي کوم چې ټاکل شوې له دوی سره اوربند وشي:

په همدي توګه د سوله ایزو خبرو لپاره د روسیې ډلې ته نږدې سرچینو د هغه هوکړې متن خپور کړی کوم چې ټاکل شوې په سوریه کې د ټولو وسله والو ډلو له لوري لاسلیک شي او په دې سره په سوریه کې اوربند رامنځ ته شي.

د خپرو شویو اسنادو له مخې، د وسله والو ډلو مشرانو دنده ده ترځو په خپلو سیمو کې د هوکړو له مخې ګام پورته کړي او خپل ریپوت د حمیم هوایي ډګر ته واستوي.

دا بندنونه په لاندې ډول دي:

په دې سره د سوریې عربي جمهوریت ملاتړې ځواکونه اړ کیږي ترڅو د نویو سیمو د نیولو لپاره له عملیاتو لاس واخلي او په خپلو سیمو کې له اوربنده د څارونکو ورتګ او څارنې ته لاره هواره کړي.

خروج از نسخه موبایل