روسیي رسنیو د وسله والو له لوري د اوربند منل کیدو اړوند اسنادو متن خپور کړی دی
روسیي رسنیو د وسله والو له لوري د اوربند منل کیدو اړوند اسنادو متن خپور کړی دی
د تیرې اونۍ سه شنبه په ورځ امریکا او روسیې د نړیوالو ډلو په ملات
ړ یوه ګډه وینا پاڼه خپره کړه چې په لړ کې یې د ټولو وسله والو ډلو پر یوځای کیدو ټینګار شوی دی. ددې وینا پاڼې له مخې هغه وسله والې دلې چې په سوریه کې د دولت له سرتیرو سره په نښتو بوختې دي د جمهې ورځې تر ددولسو بجو کې له دې لیکنې سره هوکړه اعلان کړي که نه نو له دې مودې وروسته په هغه ډلو کې نه راځي کوم چې ټاکل شوې له دوی سره اوربند وشي:
- د ملګرو ملتون د ۲۰۱۵ کال د دسمپر اتلسمې مصوبې په بشپړه توګه مراعاتول.
- د ټولو، کله د توغندیو توپونو او د زغره والو توغندیو د بریدونوپه ګډون د ټولو بریدونو بندول، پر هغه ډلو چې د سوریې دولت د پوځ ترڅنګ په جګړه بوخت دي.
- د نورو سیمو د نیولو او د یا له هغه وسله والو د تر لاسه کولو د هڅو نکړل کوم چې د واکمن یې په دې هوکړه کې شتون لري.
- د مخالفینو تر واک لاندې سیمو ته د مرسته رسونکو رسیدو ته د اجازی ورکول او له اړو کسانو سره د مرستی نه مخنیوی.
- له ډزو کار اخستنه د ځان د دفاع او په مناسب وخت کې.
په همدي توګه د سوله ایزو خبرو لپاره د روسیې ډلې ته نږدې سرچینو د هغه هوکړې متن خپور کړی کوم چې ټاکل شوې په سوریه کې د ټولو وسله والو ډلو له لوري لاسلیک شي او په دې سره په سوریه کې اوربند رامنځ ته شي.
د خپرو شویو اسنادو له مخې، د وسله والو ډلو مشرانو دنده ده ترځو په خپلو سیمو کې د هوکړو له مخې ګام پورته کړي او خپل ریپوت د حمیم هوایي ډګر ته واستوي.
دا بندنونه په لاندې ډول دي:
- په سوریه کې د وسله والو نښتو د بندیدو په هکله د لړیو منل کیدل.
- د دوه زره شپاړسم کال د فبروری له اوه ویشتمې نیټې څخه پّ سوریه کې اوربند ته درنښت.
- پر اوربند د څارونکو نړیوالو ډلو د امنیت خوندي کولو دنده.
- د انساني مرستو نه مخنیوی کول.
په دې سره د سوریې عربي جمهوریت ملاتړې ځواکونه اړ کیږي ترڅو د نویو سیمو د نیولو لپاره له عملیاتو لاس واخلي او په خپلو سیمو کې له اوربنده د څارونکو ورتګ او څارنې ته لاره هواره کړي.