افغان رسنۍ او د ټولنيز مسوليت تر نامه لاندي د رسنيو په اتمه غونډه کيd82b3562-465e-454b-8c6c-56c5283642f1_tv چي د شمال خبريالانو د ټولني په کوربه توب په کابل کي په لاره اچول شوي وه د چاپيريال ساتني په هکله د دولت او رسنيو د اوږد مهاله پلان او خپرونو پر نشتون نيوکه وشوه دوي په تولنيزو چارو کي د رسنيو رول دير مهم ښودلي دي

په دې ناسته کې د چاپریال ساتنې د پلان رامنځ ته کولو ریس محمد کاظم همایون، پر دولت او رسنیو نیوکه وکړه وویل، دې بنسټونو څرنګه چې ښایي د چاپریال ساتنې په برخه کې یې خپل رول ندی لوبولی ده ددوی د ادارې پر وړاندې د ستونزو په هکله داسې وویل:

ښاغلي همایون د ځوانانو او ماشومانو لپاره د چاپیریال ساتنې په هکله د پلانونو او خپرونو د رامنځ ته کولو وړاندیز وکړ.

د چاپریال ساتنې ته د دولت پاملرنه، په دې برخه کې پانګونه، د سوند له ناسمو توکو د هیوادوالو له لوري د ګټې نه پورته کول، پاکې انرژی د قوانینو رامنځ ته کول او په هیواد کې ددې دول انرژی څخه کار ا خستنه هغه لاملونه یاد شول کوم چې د چاپریال ساتنې په برخه کې ګټورې پایلې درلودلی شي.

په دې ناسته کې له رسنیو وغوښتل شول ترڅو د چاپریال ساتنې په برخه کې ګتور او اړینې خپرونې رامنځ ته کړي خلکو او هیوادوالو ته په دې هکله مالومات ورکړي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *