افغان رسنۍ او د ټولنيز مسوليت تر نامه لاندي د رسنيو په اتمه غونډه کي
په دې ناسته کې د چاپریال ساتنې د پلان رامنځ ته کولو ریس محمد کاظم همایون، پر دولت او رسنیو نیوکه وکړه وویل، دې بنسټونو څرنګه چې ښایي د چاپریال ساتنې په برخه کې یې خپل رول ندی لوبولی ده ددوی د ادارې پر وړاندې د ستونزو په هکله داسې وویل:
ښاغلي همایون د ځوانانو او ماشومانو لپاره د چاپیریال ساتنې په هکله د پلانونو او خپرونو د رامنځ ته کولو وړاندیز وکړ.
د چاپریال ساتنې ته د دولت پاملرنه، په دې برخه کې پانګونه، د سوند له ناسمو توکو د هیوادوالو له لوري د ګټې نه پورته کول، پاکې انرژی د قوانینو رامنځ ته کول او په هیواد کې ددې دول انرژی څخه کار ا خستنه هغه لاملونه یاد شول کوم چې د چاپریال ساتنې په برخه کې ګټورې پایلې درلودلی شي.
په دې ناسته کې له رسنیو وغوښتل شول ترڅو د چاپریال ساتنې په برخه کې ګتور او اړینې خپرونې رامنځ ته کړي خلکو او هیوادوالو ته په دې هکله مالومات ورکړي.