په ایران کې د اسلامي شورا (پارلمان) او د ‘پوهانو’ شورا (خبرګان) د غړو ټاکلو لپاره د اچول شویو رایو شمېر نژدي بشپړ شوی.

د تېرې جمعې په ورځ د شويو ټاکنو د لومړنيو پايلو له مخې ښکاري چې اصلاح غوښتونکو د تهران ټولې ۳۰ پارلماني څوکۍ ګټلې دي160226232033_iran_elex1_640x360_ap_nocredit.

د ايران ولسمشر حسن روحاني اصلاح غوښتونکو متحدينو تر محافظه کارو کانديدانو زياتې رايې ګټلې دي.

دا د نړيوالو ځواکونو او ايران تر منځ د اتومي پرېکړې وروسته لومړۍ ټاکنې دي.

د لومړنيو پايلو له مخې توندلاري نه دي توانېدلي چې د پارلمان او خبرګان شوار ډېری څوکۍ وګټي. دغه شورا د ايران د لوی مذهبي مشر د ټاکلو صلاحيت لري.

اصلاح غوښتونکي او منځلاري د لوېديځو هېوادنو سره د خبرو، سياسي او اقتصادي اړيکو لرلو غوښتونکي دي.

د فرانسې خبري اژانس د کورنیو چارو د وزارت د ویاند له خولې ویلي، په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه ۵۸ سلنه وه او نژدي ۵۵ ميليونه کسانو په کې ګډون کړی و.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای پر ایرانیانو غږ کړی و چې په ټاکنو کې پراخه برخه واخلي چې په وینا یې په دې کار سره د ”دښمنانو هیلې په سیند لاهو کېږي”.

دغو ټاکنو ته ۱۲ زره کسان نوماند شوي وو، خو د اساسي قانون د ساتلو شورا، چې د مذهبي مشر نژدې بانفوذه بنسټ دی، نژدې نیمايي نوماندان له لیستونو ايستلي او یوازې شپږ زره نوماندان پاتې شوي وو.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *