د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا ایالت په شبقدر کې ځانمرګي برید د دوو پولیسو په ګډون لږترلږه نهه کسان وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.

د چارسدې د پولیسو مشر سهیل خالد بي بي سي ته وویل، برید ګهیځ شبقدر کچهري سره وشو.

دی وايي160307114746_shabqadar_charsadda_district_640x360_ap_nocredit، برید کوونکي غوښتل، تهاڼې ته ننوځي، خو کله یې چې پولیسو مخه ونیوه، پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي یې وچوول.

دی وايي، برید کوونکي له برید وړاندې پر پولیسو د ډزو هڅه هم وکړه، خو پولیسو پرې ډزې وکړې.

عیني شاهدان وايي، برید دومره زورور و، چې د نژدې موټرو او ودانیو ښیښې یې هم ماتې کړې دي.

د برید پړه د تحریک طالبان پاکستان یوې اړوندې ډلې “جماعة الاحرار” ډلې منلې ده.

ددغې ډلې ویاند احسان الله احسان رسنیو ته ویلي، دا برید یې د پنجاب د مخکیني وژل شوي والي سلمان تاثیر د قاتل ممتاز قادري د اعدامېدو د غچ اخیستو په غبرګون کې کړی دی.

ممتاز قادري په ۲۰۱۱ کال د پنجاب والي سلمان تاثیر په ډزو وواژه.

پاکستان څو ورځې وړاندې ممتاز قادري اعدام کړ، چې د اعدام پرضد یې لاریونونه هم وشول

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *