د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا ایالت په شبقدر کې ځانمرګي برید د دوو پولیسو په ګډون لږترلږه نهه کسان وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.
د چارسدې د پولیسو مشر سهیل خالد بي بي سي ته وویل، برید ګهیځ شبقدر کچهري سره وشو.
دی وايي
دی وايي، برید کوونکي له برید وړاندې پر پولیسو د ډزو هڅه هم وکړه، خو پولیسو پرې ډزې وکړې.
عیني شاهدان وايي، برید دومره زورور و، چې د نژدې موټرو او ودانیو ښیښې یې هم ماتې کړې دي.
د برید پړه د تحریک طالبان پاکستان یوې اړوندې ډلې “جماعة الاحرار” ډلې منلې ده.
ددغې ډلې ویاند احسان الله احسان رسنیو ته ویلي، دا برید یې د پنجاب د مخکیني وژل شوي والي سلمان تاثیر د قاتل ممتاز قادري د اعدامېدو د غچ اخیستو په غبرګون کې کړی دی.
ممتاز قادري په ۲۰۱۱ کال د پنجاب والي سلمان تاثیر په ډزو وواژه.
پاکستان څو ورځې وړاندې ممتاز قادري اعدام کړ، چې د اعدام پرضد یې لاریونونه هم وشول