په سوریه کی امریکا دوهمه هوایی اډه جوړوی
امریکا د سوریی په شمال کی د کوبانی ښار سره نژدی دوهمه هوایی اده چی هم به د پوځی او هم به د ملکی الوتکو لپاره کارول کیږی، جوړوی. په دی هکله خبر Reuters د کردانو د BasNews خبری آژانس په حواله ورکړی دی.
دا به د سوریی په خاوره کی د کردانو تر کنترول لاندی سیمه کی د امریکایانو دوهمه هوایی اډه وی. امریکا خپله لومړی هوایی اډه د Hassaka د ولایت د Rmeylan په سیمه کی چی د تیلو ډیری زیرمی په کی دی
، جوړه کړی ده.
خو د امریکا پوځی چارواکی وایی؛ چی په سوریه کی هیڅ هوایی اډه نه لری. د امریکا د هوایی ځواکونو په قوماندانی کی په دی هکله څرګنده کړه: چی« په سوریه کی زمونږ د شتون کچه ډیره لږه ده. دلته مونږ یواځی د لوژیستیکی ملاتړ او د پرسونل د روزنی په چارو بوخت یو».
د امریکا او د کردانو تر منځ اړیکی په داسی حال کی پراختیا مومی چی د ناټو په چارو کی د امریکا متحد هیواد ترکیه بیا کردان تروریستان بولی.