په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د همکارۍ پلاوي (یونما) دفتر ویلي، تېر ۲۰۱۵ کال په افغانستان کې د وړم کال په پرتله د ښځو د مرګ ژوبلې کچه ۳۷ سلنه ډېره شوې وه.

ددغه دفتر په خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي، په هېواد کې د پراخو ناامنیو له کبله د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په ډېرېدو سره د ښځو په مرګ ژوبله کې هم ډېروالی راغلی دی.

دغه سازمان وايي، د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی او ځینې ناوړه دودونه لاهم په هېواد کې د اندېښنې وړ خبره ده160305130744_voice_of_afghan_women_journalistspage__640x360_vawj_nocredit.

یونما وايي، ۲۰۱۵ کال د ښځو پر وړاندې د ګواښونو شاهد و، خو د هغو مېرمنو پر وړاندې ننګونې دوه برابره وې، چې د ښځو له حقونو یې دفاع کوله.

د ملګرو ملتونو دفتر وايي، افغانستان له کاري پلوه د ښځو د کاري زمینو شاهد و، چې په کابینه، پارلمان او مدني ټولنو کې د ښځو برخه ډېره شوې ده. دوی د هېواد په ټولنیزې او اقتصادي غوړېدا کې هم ګډون درلود.

یونما وايي، په تېرو څو کلونو کې د مشرتابه په کچه د ښځو رول ډېر شوی، خو لاهم دغه رول سمبولیک ګڼل کېږي چې پر ولایتونو پورې محدود دی.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *