په ارزګان کې طالبانوته ۶۰ سرتیریو تسلیم کیدل
د اروزګان ولايت د چنارتو ولسوال وايي چې ۶۵ ملي پوليس وسله والو طالبانو ته تسليم شوي خو امنيه قوماندان دا څرګندونې ردوي او زياتوي چې ياد پوليس له وسله والو مخالفينو سره په جګړه بوخت دي.
د چنارتو ولسوال معلم فيض محمد وويل چې تېره ورځ ۶۵ پوليس د دې ولايت له خاص اروزګان څخه د مرکز ترينکوټ پر لور روان شوي
او په لاره کې وسله والو طالبانو ته تسليم شوي دي.
هغه وايي، يادو پوليسو له طالبانو سره معامله کړې چې پوليس به وسله والو طالبانو ته خپلې وسلې ورکوي او په مقابل کې به يې طالبان دغه پوليس امن ځايونو ته رسوي.
خو د اروزګان امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ ليونی دا څرګندونې ردوي او زياتوي چې ياد پوليس د خاص اروزګان له ولسوالۍ د مرکز پر لور روان دي او له وسله والو مخالفينو سره په جګړه بوخت دي.
هغه وايي، په ياده نښته کې دوه پوليس ټيپان شوي هم دي.
د خاص اروزګان ولسوال عبدالکريم وويل چې له تېرې ورځې راهيسې د دې ولسوالۍ ۶۵ ملي پوليس چې د ترينکوټ پر لور روان وو لادرکه شوي دي.
دی وايي چې د خاص اروزګان او ترينکوټ تر منځ لار له تېرو لسو مياشتو راهيسې د وسله والو مخالفينو په ولکه کې ده.
هغه زياتوي چې ياد کسان د دې ولسوالۍ د پخواني امنيه قوماندان دويم څارن نظر محمد ملګري وو او غوښتل يې چې ترينکوټ ته لاړ شي.
د ده په وينا، يادو پوليسو له امنيتي چارواکو غوښتي وو چې دوی د ملي اردو په الوتکو کې يې ورسوي، خو د دوی دا غوښتنه نه ده منل شوې.
په سيمه کې وسله والو طالبانو رسنيو ته ويلي چې دغه کسان دوى ته تسليم شوي او دا مهال له دوى سره دي.
دا په داسې حال کې ده چې يوه مياشت مخکې هم د دغه ولايت د هراوود ولسوالۍ د ملي اردو يوه قرارګاه چې د وسله والو مخالفينو له لوري کلابند شوې وه هم د ورته معاملې په پايله کې د ملي اردو لسګونه سرتېري امن ځايونو ته رسول شوي وو.