بريتانیا ویلي: طالبانو سره ‘محدودې’ اړیکې لرو
په کابل کې د بريتانیا نوى سفیر وایي، که یې هېواد د افغانستان سولې خبرو ته را وبلل شي، نو د سولې خبرو ته د بېلابېلو ډلو په راوستلو کې له خپل نفوذه کار واخلي.
ډامینیک جرمي، وویل
، د طالبانو له خوا د جګړې غځول نړیوالې ټولنې ته نور د منلو نه ده.
ښاغلي جرمي درې ځلي په افغانستان کې دنده تر سره کړې. کابل کې زموږ خبریال سره مرکې کې ددې پوښتنې په ځواب کې چې د دوى په نظر ايا افغانستان په سم لوري روان دی؟ هغۀ وویل:” هو، افغانستان په بشپړ دول په سم لوري روان دی. لومړی ځل چې افغانستان ته راغلم، د طالبانو رژیم په واک کې نه و، د کورنۍ جګړې وختونه وو. د کابل او ختیځ ولایت ننګرهار د اوسېدونکو د هغه مهال سختۍ او کړاوونه مې په زړه دي. اوس ګورم چې ماشومان ښوونځي ته او ښځې روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی لري. رسنۍ ډېرې شوې دي او پراخ سیاسي بحثونه وینو، دا هر څه ١٥ کال وړاندې نه و. که څه هم ډېرې ستونزې لا پر خپل ځای پاتي دي، خو ډېر بدلون هم راغلی دى”.
ده د افغان ځواکونو وړتيا وستايله او وې ويل “هغه وړتیا چې په ۲۰۱۵ کې دغو ځواکونو له ځانه وښوده، د دوی د ورځ تر بلې زیاتېدونکې وړتیا ښکارندويي کوي” .
کله چې له ښاغلي جرمي وپوښتل شول چې تاسې د افغانستان د راتلونکې په اړه ډېرخوشبینه ښکاري هغه وویل” رښتیا هم زه د افغانستان په اړه ډېر خوشبینه یم او زما د خوشبینۍ لامل د افغانستان له بېلابېلو برخو څخه زما تجربې دي او د خوشبینۍ بل لامل مې په تېرو کلونو کې په افغانستان کې رامنځته شوي مثبت بدلونونه دي”.
خو دې سره سره د برېتانيا سفير ومنله چې پرتو ستونزو څخه هم سترگې نه شي پټولى مگر زياته يې کړه ” زه د افغانانو په سترګو کې راتلونکي ته هیله مندي وینم، او ګورم چې په تېرو ١٥ کلونو کې په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه شوي دي او خوشحاله یم چې بریتانیا هم په دغو پرمختګونو کې ونډه درلوده.
دبرتانيا د سفير د مرکې نوره برخه د پوښتنې او ځواب په بڼه لوستونکو ته وړاندې کوو: زيات برتانوي پوځيانو د افغانستان په جگړې کې ژوند له لاسه ورکړى او لوى شمېر نور ژوبل شوي دي.