د مصر له دیني او تمدني اصالت څخه د مصريې مخورو دفاع او د وهابیت پر پالنې نیوکې الازهر
شيخ الازهر در ديدار با سعود الفيصل وزیر خارجه عربستان
د مصر له دیني او تمدني اصالت څخه د مصريې مخورو دفاع او د وهابیت پر پالنې نیوکې الازهر
یو شمیر مصري لیکوالانو، مخورو او شاعرانو پر الازهر د نیوکې ترڅنګ ویلي په الازهر کې د پوهنې نظام د اسلام پر دین برید نه دی.
د خاور میانه د ریپوټ له مخې دې مخورو په الازهر کې پر زدکړو ټینګار کړی ویلي یې دي: د الازهر شان د زدکړو لویې موسسې شان دی چې په خپل عمر کې یې روښانه او ځینې وقت نامسمې دورې هم درلودلې دي او اوس مهال هم هماغه وخت دی چې باید په دې سیمه کې سمون رامنځ ته شي. الازهر باید نیووکې او د نورو د نظرونو زغم ولري او باید پر خپلو نیوکو کونکو له بریدونو ډډه وکړي او ددې ډول بریدونو تر سره کیدل ددې ښکارندویي کوي چې دا اداره د اعتدال له کړیه د وتلو په حال کې ده. له دې سره دا اداره باید له دین څخه په سیاسي مقصدونو کې ګټه واخلي او د داعش په څیر چلند وکړي.
له دې س
ره مصري مخورو ویلي: دا اداره د عربستان تر اغیزې لاندې راغلې او دې هیواد ته د د الازهر د کارکونکو د سفر پر مهال دوی ته د ډالیو ورکول ددې لامل شوې ترڅو دوی هم په ناخوالو کې برخه واخلي
دا په داسې حال کې ده چې داعش د اسلامي نړۍ نوم ته زیان رسولی دی ځکه چې د مصر د دولت پر وړاندې د انډول له مخې چلند لري خو له عربستان څخه د پیسو په تر لاسه کولو کې له کړۍ څخه پښه باسي او د ځینې مهال یې ځینې مسولین پر بنسټپالی لاس پورې کوي دا اداره باید خپلو کارکونکو ته دا وښیي تر څو له ناخوالو لاس په سر شي او دې مسایلو ته چې د مسلمانانو ترمنځ د ناخوالو لامل ګرځي لمن ونه وهي او هڅه وکړي ترڅو په اسلامي نړۍ کې یوالی او وروګلوي رامڼځ ته کړي.
